"حوثي ضد عملیاتو" کې د سعودي درې افسران وژل شوي

د یمن بېلابېلو سیمو کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بمبارۍ دوام لري

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، د یمن بېلابېلو سیمو کې د سعودي په مشرۍ د ایتلاف بمبارۍ دوام لري

د سعودي عربستان دفاع وزارت ویلي، د هېواد سوېلي نجران سیمه کې د ځمکنیو ځواکونو پر یوه مرکز د شیعه حوثي یاغیانو له خوا د هاوان توغول شوې مرمۍ لګېدلې، چې لږترلږه درې افسران یې وژلي او دوه نور یې ټپیان کړي د ي.

د سعودي خبري اژانس (واس) د دفاع وزارت د یوې سرچینې په حواله ویلي، د هاوان مرمۍ په نجران کې د ځمکنیو ځواکونو پر یوه مرکز لګېدلې ده.

سرچینه زیاتوي، د حوثیانو ضد عملیاتو له پیلېدو راهیسې د سعودي ځواکونو لږترلږه ۵۰۰ حوثي یاغیان وژلي دي.

پر همدې مهال، د حوثیانو یوې ورځپاڼې ویلي، د تېرې شنبې په ورځ د ایتلاف چورلکو د یمن شمالي عمران ښار د ولسي وګړو پر کورونو بمبار کړی، چې په وینا یې لږترلږه اته ولسي وګړي وژل شوي او ۲۰ نور ټپیان دي.

د یمن پوځي او نورو قبایلي سرچینو بي بي سي ته ویلي، د حوثیانو او پخواني ولسمشر علي عبدالله صالح پلوو ځواکونو ځینې جګړه مار قومندانان وژل شوي.

سرچینه وايي، په عمران ښار کې ددوی یوه غونډه په نښه شوې ده.

تر اوسه د وژل شوی دقیق هویت نه دی په ډګه شوی.

پر همدې مهال، د سره صلیب کمېټې د بشري مرستو دویمه بار شوې الوتکه ځپل شوو سیمو ته رسېدلې ده.

د سره صلیب ویاندې ماري کلیر ویګالي ویلي، په الوتکه کې نژدې ۳۵،۶ ټنه بشري مرستې (طبي توکي، د برېښنا ماشینونه او د اوبو چاڼولو ماشینونه) بار دي.

خو د روسیې له خوا خپاره شوي رپوټونه وايي، دوه روسۍ الوتکې صنعاء کې د سلګونو ولسي وګړو د ژغورلو لپاره په کښېناستو ونه توانېدې، ځکه چې د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلاف یې د یمن هوايي حریم ته دداخلېدو اجازه ورنه کړه.

په عدن کې ولسي وګړي له ناوریني حالت سره مخامخ دي، دوی وايي، خواړه ډېر کم دي، د پخلي لپاره ګاز نه شته، درمل هېڅ درک نه لري او په پاکو اوبو پسې لالهانده ګرځي.

ملګرو ملتونو په یمن کې د جګړې پر دواړو غاړو غږ کړی، چې سم لاسي اوربند وکړي، ځکه چې په وینا یې هلته انساني "ناورین" دی.

قبایلي سرچینې وايي، حوثي یاغیان او د صالح پلوي ځواکونه یې د بلحج سیمې وهط او صحرايي سیمو ترمنځ د حرکت په حال کې لیدلي دي.

وړاندې د سعودي په مشرۍ ایتلاف د یمن سوېل ختيځ کې البیضاء ښار د دویم ځل لپاره بمباري کړی، چې وايي د هوايي دفاع سیستم یې ویجاړ کړی دی.

د سره صلیب کمېټې د بشري مرستو دویمه بار شوې الوتکه ځپل شوو سیمو ته رسېدلې ده.

د عکس سرچینه، BBC World Service

د عکس تشریح، د سره صلیب کمېټې د بشري مرستو دویمه بار شوې الوتکه ځپل شوو سیمو ته رسېدلې ده.

خو په شمالي مأرب ولایت کې بیا د تېرې شنبې په ورځ د حوثیانو د ټانکونو یو کاروان بمبار شوی دی.

ملګري ملتونه وايي، په تېر سپتمبر کې پر پلازمېنې صنعاء د حوثیانو تر کنټرول وروسته په روانه جګړه کې لږترلږه ۶۰۰ کسان وژل شوي او ۲۲۰۰ نور ټپیان شوي او سل زره نور له خپلو مېنو وتلو ته اړ شوي دي.