"اسیا او ارام سمندر سیمې د امریکا لپاره مهمې دي"

وباما په اسیا او ارام سمندر کې خپلو متحدینو ته ډاډ ورکړ چې دغه سیمې د امریکا لپاره مهمې دي

د عکس سرچینه، b

د عکس تشریح، وباما په اسیا او ارام سمندر کې خپلو متحدینو ته ډاډ ورکړ چې دغه سیمې د امریکا لپاره مهمې دي

د استرالیا په بریزبن ښار کې د نړۍ بډایه هېوادونو د جي شل غونډه پیل کړه.

په دغه غونډه کې چې د امریکا، چین، روسیې او یو شمېر نورو هېوادنو مشران ګډون لري د خبرو لویه برخه به یې د نړۍ اقتصادي پرمختک په اړه وي.

د استراليا لومړي وزير د جي شل غونډې په پيل کې د نړۍ پر مشرانو ټينګار وکړ، چې د هيلو او د ښې راتلونکې په اړه پيغام ورکړي.

ټوني ابټ په منځني ختيځ او لويديځې افريقا کې د ستونزو دوام تاييد کړ ويې ويل، چې اقتصادي وده په نازک حالت کې ده.

خو دی ډاډه و، نړیواله اقتصادي وده چې اوس درې سلنه غوړيږي ښايي دوه سلنه نوره هم وغوړيږي او په دې سره به ميليونونه کسانو ته دندې پيدا شي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي بان کې مون د دغې غوڼدې ګډون کوونکي د ایبولا، موسمي بدلونونو پر وړاند ې مبارزې او د اوکراین ناندریو هوارولو ته وهڅول.

بل خوا د امریکا ولسمشر بارک اوباما په اسیا او ارام سمندر کې خپلو متحدینو ته ډاډ ورکړ چې دغه سیمې د امریکا لپاره مهمې دي.

پوتین وویل، پر روسیې باندې د امریکا او اورپاي ټولنې بندیزونه به دغه هېواد ته زیان ونه رسوي خو نړیوال اقتصاد به زیانمن کړي

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، پوتین وویل، پر روسیې باندې د امریکا او اورپاي ټولنې بندیزونه به دغه هېواد ته زیان ونه رسوي خو نړیوال اقتصاد به زیانمن کړي

پر همدې مهال د جي شل غونډې په درشل کې ولادمير پوتين پر يو شمېر هېوادونو نيوکه وکړه، چې ګواکې پر حکومت يې د نړیوالو اصولو خلاف بنديزونه لګوي:"اجازه راکړئ، چې د جي شل هېوادونو يو شمېر هغه په ګوته کړم، چې د روسيې پر وړاندې بنديزونه لګوي. البته د جي ۲۰ هېوادونو دغه بنديزونه له اصولو او فعاليتونو سره په ټکر کې دي. نه يوازې چې دا د اصولو پر خلاف دي، بلکې دا له نړیوالو قوانينو سرغړونه ده. ځکه بنديزونه بايد يوازې د ملګرو ملتو او د امنيت شورا په چوکاټ کې ولګول شي".

د اروپاي شورا مشر هرمن ون رامپوو ویلي، چې روسیه باید اوکراین ته د وسلو لېږد په ټپه ودروي او هغه ځواکونه چې دمګړۍ په دغه هېواد کې شتون لري را بهر کړي.

ښاغلي پوتین د جي شل په غونډه کې وویل، پر روسیې باندې د امریکا او اورپاي ټولنې بندیزونه به دغه هېواد ته زیان ونه رسوي خو نړیوال اقتصاد به زیانمن کړي.

له سرمشريزې وړاندې د امريکا ولسمشر بارک اوباما وويل، ستر هېوادونه بايد کوچني هېوادونه و نه ځوروي.

ولسمشر اوباما ويلي، د امريکا متحد ايالات په دې اند دي، چې د اسيا پاسيفيک سيمې امنيت په نړیوال قانون او سوله ييزو پرېکړو پورې تړلی دی.

د استرالیا په بریزبن ښار کې د نړۍ بډایه هېوادونو د جي شل غونډه پیل شوه

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، د استرالیا په بریزبن ښار کې د نړۍ بډایه هېوادونو د جي شل غونډه پیل شوه

ښاغلي اوباما د چين د سويل په اوبوکې د خاورې پر سر لانجه او د شمالي کوريا اتومي پروګرام خطرناک وبلل.

ولسمشر اوباما د جي شل غونډې نه وړاندې له اقليمي بدلون سره د مبارزې لپاره بېوزلو هېوادونو سره د درې ميليارد ډالرو د مرستې اعلان وکړ.