د سومالیا پلازمېنه کې د الشباب دوه خونړي بریدونه

د سومالیا ولسمشر ویلي، د هېواد پلازمېنه موګادیشو کې الشباب سخت‌دریځې ډلې دوې چاودنې کړې چې تر اوسه د سلو تنو د وژل کېدو خبر تایید شوی، خو ښايي دا سمېر لوړ شي. چاودنو کې ۳۰۰ تنه نور ټپیان شوي دي.

ولسمشر حسن شیخ محمود یوه خبرپاڼه کې ویلي "زموږ وژل شویو هېوادوالو کې هغه میندې هم دي چې بچیان یې غېږو کې نیولي وو، داسې پلرونه چې روغتیايي کړاو یې لیدلی و او هغه زدکوونکي چې ښوونځیو ته روان وو، او هغه کاروباریان چې د کورنۍ لپاره په روزۍ ګټلو پسې راوتلي وو."

عیني شاهدانو ویلي، دواړه چاودنې په څو دقیقو کې شوې دي. دویم ګاډی د لومړۍ چاودنې سیمې ته د پلي خلکو او ژغورندویانو له رسېدو سره سم چاودلی دی.