ملګرو ملتونو پنجرو کې د اوکرایین د جګړې اسیرانو پر احتمالي محاکمې اندېښنه ښودلې

    • Author, الیس ډیویس
    • دنده, بي بي سي نيوز

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو اړوندې ادارې د هغو رپوټونو په اړه اندېښنه ښودلې چې روسیه په نیول شوي ماریوپول ښار کې د اوکرایین د جګړې نیول شوي اسیران په قفصونو کې د محاکمه کولو هوډ لري.

ددې ادارې ویاندې ویلي، داسې ثبوتونه شته چې ګنې د اوکرایین ماریوپول ښار د محفلونو په یوه سالون کې د جګړې اسیران په اوسپنیزو قفصونو کې ساتل کېږي.‌

ملګرو ملتونو ویلي په دوښمنانه اعمالو کې د ګډون په تور د جګړې د اسیرانو محاکمه کول جګره ییز جرم دی.

روسیې مخکې رد کړې وه چې ګنې په ناعادلانه ډول د جګړې له بندیانو سره چلن کوي.

په وروستیو ورځو کې پر خواله رسنیو ځینې انځورونه - یوشمېر یې د اوکراییني چارواکو له خوا - خپاره شول چې په اوسپنیزو پنجرو کې بندیان پکې لیدل شوي.

بي بي سي ددغو انځورونو د کره کولو هڅه وکړه او دې پایلې ته ورسېده چې په دې سالون کې اخیستل شوي انځورونه د تېرو څلورو-پنځو ورځو تازه اخیستل شوي عکسونه دي.

د ملګرو ملتونو د بشر حقونو ادارې ویاندې راوینا شامداساني خبریالانو ته وویل: "ښکاري چې په دې پنجرو کې د جګړې اسیران ساتل کېږي دا د نه منلو او له سپکاوي ډک چلن دی".

د ملګرو ملتونو د سې شنبې ورځې په یوه خبرپاڼه کې شامداساني ویلي: "یوځل بیا یادوو چې چې نړیوال بشري قانون د جګړې د اسیرانو د محاکمه کولو لپاره د محکمو پر دایرولو بندیز لګولی او په لوی لاس له عادلې محاکمې د جګړې د اسیر د حق اخیستل د جګړې جرم ګڼل کېدای شي".

ملګرو ملتونو دا اندېښنه هم ښودلې چې که د جګړې اسیران په جرمونو تورن شوي وي، نو له عادلانه محاکمې سره به مخامخ نه شي.

د ملګرو ملتونو دغې چارواکې دا وېره هم ښودلې چې روسیې د اوکرایین د جګړې اسیرانو ته له خپلواکو څارونکو (لکه ملګرو ملتونو او د سور صلیب نړیوالې کمېټې) سره د اړیکو نیولو حق نه دی ورکړی او ښايي د اعتراف اخیستو لپاره له ربړونې هم کار اخیستل شوی وي.