تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
'موګادېشو کې پر حیات هوټل برید پای ته رسېدلی'؛ ۲۱ کسان وژل شوي
د سومالیا امنیتي ځواکونه وايي د دغه هېواد پلازمېنه موګادېشو کې یې پر حیات هوټل خونړۍ برید د الشباب وسله والو په وژلو سره پای ته رسولی دی.
دوی دغه برید کې چې د جمعې ورځې ماښامه پیل شوی و، د سومالیا د روغتیا وزیر ویلي په دې ۳۰ ساعته برید کې ۲۱ کسان وژل شوي.
په هوټل کې د ننه ۰۶ کسان یرغمل ساتل شوی وو.
پولیسو ویلي وو چې دغو وسله والو د هوټل دروازه کې د دوو موټر بمونو تر چاودولو وروسته ځان دننه ورساوه، هوټل یې قبضه کړ او یو شمېر مېلمانه یې یرغمل ونیول.
د دوی د امنیتي ځواکونو مخنیوي لپاره د هوټل د پوړونو زینو کې بمونه هم ایښي وو.
خو اوس د سومالیا د استخباراتو یوه چارواکي اې اېف پي خبري اژانس ته ویلي چې "امنیتي ځواکونو برید پای ته رسولی او وسله وال وژل شوي دي. تېر یوه ساعت کې له هوټل هېڅ ډزې نه دي شوي."
د الشباب وسله والو برید او د امنیتي ځواکونو لخوا د هغو د لمنځه وړلو هڅو کې د هوټل ودانۍ ته سخت زیان اوښتی دی.
حیات هوټل د سومالیا فدرالي حکومت چارواکو د لیدنې، کتنې لپاره مهم ځای بلل کېږي
الشباب ډله چې د القاعده وسله والو یو څانګه بلل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې له سومالیا فدرالي حکومت سره په جګړه کې ښکېله ده.
د سویلي او مرکزي سومالیا په ډېرو برخو کې دا ډله فعاله ده، او هغو سیمو ته نفوذ کولو کې هم بریالۍ شوې چې د موګادیشو حکومت په کنټرول کې دي.
په دا وروستیو اونیو کې د ایتوپیا او سومالیا د پولې سیمو کې هم داسې بریدونه شوي چې دې ډلې ته منسوبې بلل کېږي او دې چارې د الشباب نوې ستراتیژۍ په هکله اندېښنې راپورته کړې دي.