بریتانيا ته د اوښتو پر مهال يو کډوال ډوب شوی او ۳۰ نور ژغورل شوي

د فرانسي په ساحل کې وروسته له هغه يو کس ډوب شوی او ۳۰ نور د فرانسوۍ ژغورونکې ډلې له خوا ژغورل شوي چې بریتانيا ته يې د اوښتو هڅه کوله.

ډېری ژغورل شوي کسان په وړه ربړي کښتۍ کې سپاره وو.

ويل کېږي هغه کس چې د جمعې په ورځ اوبو کې ډوب شوی ۲۰ کاله عمر لري او د سودان اوسېدونکی و. دا ۲۰۲۲ نوی کال په انګليس تنګي کې د مړينۍ لومړنۍ پېښه ده.

ځايي رسنيو ويلي وروسته له هغه د خطر زنګ وکړنګول شو چې هلته ځينو خلکو يوه کښتۍ وليده چې په سړه هوا کې له ستونزو سره مخ او د ډوبېدو په حال کې وه.

چارواکي وايي د ژغورنې په عملياتو کې له څو کښتيو او چورلکې کار اخيستل شوی دی.

د تېر کال نومبر مياشت کې لږ ترلږه ۲۷ کسان په دې تنګي کې چې د فرانسې له شمال څخه بریتانيا ته په لار وو ډوب شول. په دوی کې ښځې او مامشومان هم شامل وو.

د هغو کسانو شمېر چې تېر کال په کوچنيو کښتيو کې د انګليس تنګي له لارې بریتانيا ته اوښتي د ۲۰۲۰ پرتله درې څله زيات و.

د بي بي سي له خوا راټولې شوي شمېرې ښيي چې په ۲۰۲۱ کال کې لږ ترلږه ۲۸۴۳۱ کډوال د انګليس له تنګي اوښتي، دا په داسې حال کې ده چې يوزاې تېره پنجشنبه ۲۷۱ کسان د کېنټ ساحل ته رسېدلي چې د ۲۰۲۰ کال د ټولې جنورۍ مياشتې پرتله لوړ شمېر دی.

بل پلو فرانسه کې يوې ځايي وېبپاڼې خبر ورکړی چې چارواکو بريتانيا ته اوښتونکې يوې لارې مخه نيولې چې ډېری سپاره کسان په کې د افغانستان، سوريې او ايران اوسېدونکي وو. په دوی کې د دوو قاچاق وړونکو د نيول کېدو خبر هم ورکړل شوی دی.