روسي پولیسو هغه پادري نیولی چې کورونا وېروس نه مني

Father Sergiy at Sredneuralsk in June 2020

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پادري سرګي خلکو ته وایي چې د ډاکټرانو خبره دې نه مني

د روسیې پولیسو هغه کلیسا پادري نیولی چې د کورونا وېروس له شتونه منکر و او په دې وروستیو کې یې پر یوه عیسوي‌ ښوونځي قبضه کړې وه.‌ د سرګي په نامه مشهور پر دې پادري د لګېدلیو تورونو له ډلې یو تور دا هم دی چې کوچنیان ځان وژنې ته هڅوي.‌

د پادري سرګي اصلي نوم نیکولای رومانوف دی،‌ او د سې شنبې پر سهار د نیول کېدو پر وخت یې د پلویانو او پولیسو ترمنځ اخ و ډب هم شوی و.

په تېره جون میاشت کې د روسیې عیسویانو کلیسا پر نوموړي د تبلیغ کولو بندیز لګولی و.‌ خو پادري سرګي له هغې پرېکړې وروسته په یکاترنبرګ ښار کې پر یوه عیسوي ښوونځي قبضه کړې وه او تر نیول کېدو پورې همالته مېشت و.‌

پادري سرګي د کورونا وېروس له شتون انکار کوي او بندیز هم پرې ځکه لګېدلی و چې خلکو ته یې ویل د روغتیاپالانو او ډاکټرانو خبرو ته دې غوږ نه نیسي.‌

نوموړي په ۲۰۰۰ کال کې د (سريدنیورالسک) په نامه د خپلو عیسوي مریدانو یوه ځانګړې ټولنه جوړه کړې وه او په تېرو کلونو کې یې زرګونه پلویان د نوموړي دعوت او تبلیغ اورېدو لپاره هلته ورتلل.‌

روسي چارواکو د تېرې اپرېل او جون میاشتو په موده کې د کورونا وېروس خپرېدو له کبله کلیساوې تړلې وې.‌ خو پادري سرګي‌ هغه مهال پر چارواکو تور لګولی و چې له "دجال" سره یې لاس یو کړی دی.‌

پادري سرګي په اصل کې څوک دی؟

Father Sergiy at Sredneuralsk in June 2020

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، پر پادري سرګي د دعوت او تبلیغ بندیز لګول شوی دی

نیکولای رومانوف د روسي پولیس یو پخوانی افسر دی چې د قتل په جرم یې دیارلس کاله په زندان کې هم تېر کړي‌ دي.

نوموړی په ۱۹۹۰ لسیزه کې له زندانه خوشی شوی و،‌ خو پلویان یې پر نوموړي د قتل تورونه او دا ټوله قضیه ردوي.‌

نوموړي‌ قانوني اسنادو کې پر ځان د روسیې د وروستي څار (نېکولای رومانوف) نوم ایښی دی.‌

پادري سرګي د خپلو مریدانو ځانګړې ټولنه هم په (سريدنیورالسک) سیمه کې جوړه کړې،‌ چېرې چې ګومان کېږي د روسیې وروستی څار او د هغه د کورنۍ غړي په ۱۹۱۸ کال کې تر وژل کېدو وروسته خښ دي.

پادري سرګي ځان په یو ډول د هماغه څار ځایناستی بولي او خپلو پلویانو ته ډېری وخت وایي چې د روسیې او خپلو راتلونکو نسلونو لپاره دې راپورته شي.‌

نوموړي ځینې ناندریزې څرګندونې هم کړې دي،‌ او ادعا کوي چې "دجال" به په روسیه کې د ولسمشر ولادمیر پوتین پر ضد راپورته کېږي.‌

نوموړی په ښکاره توګه هغه قوانین غندي چې د کورني‌ تاوتریخوالي او همدا راز د یهودانو پر ضد د کرکې مخنیوي لپاره جوړ شوي.‌