اروپا کې د کورونا له امله لومړۍ مړینه تایید شوه

یو چینايي سړی په فرانسه کې د کورونا د ویروس له امله مړ شوی دی. دا له چین نه بهر په اروپا کې د دې ویروس لومړۍ مرګونې پېښه ده.

د فرانسې روغتیايي وزیرې انېاس بېژان ویلي، چې دغه ۸۰ کلن سړی د چین د هوبي ولایت اصلي اوسېدونکی و او فرانسې ته شاوخوا یوه میاشت وړاندې ورغلې و. د وزېرې په خبره دغه چینايي کس د جنوري په ۲۵ په روغتون کې قرنطین شوی و.

نوموړې زیاته کړې چې د قرباني شوی کس لور هم په کورونا اخته شوې، خو وايي چې د هغې درملنه روانه او د جوړېدو په حال کې ده.

له دې وړاندې د کورونا یوازې درې مرګونې پېښې له چینه بهر په هانکانګ، فیلیپین او جاپان کې په ګوته شوې وې او دا لومړۍ پېښه ده چې په اروپا کې رامنځ ته کیږي.

خو دې ویروس په چین کې تر اوسه څه باندې ۱۵۰۰ کسان وژلي چې ډېری قربانیان په هوبي ولایت کې دي، هغه ولایت چې لومړی ځل ترې دغه ویروس خپور شو.

چینايي چارواکو تایید کړې چې ۲۶۴۱ کسان نوي په کورونا اخته شوي چې په دې هېواد کې په دې ویروس د اخته کسانو شمېر څه باندې ۶۶ زرو ته رسېدلی.

وړاندې فرانسې تایید کړې وه چې د دې ویروس ۱۱ پېښې یې ثبت کړې چې له ډلې یې ۶ کسان لاهم په روغتون کې بستر دي.

څو ورځې وړاندې د روغتیا نړیوال سازمان د تازه خپاره شوي کورونا ویروس لپاره "کووېډ ۱۹" د رسمي نوم په توګه وټاکه.