قهرېدلي ایرانیان د جنرال قاسم سلیماني ویر کوي

    • Author, بي بي سي مانیټورینګ
    • دنده, نړۍ د رسنیو له نظره یې

د ایراني رسنیو خبري پوښښ نژدې ټوله برخه په عراق کې د دغه هېواد د القدس نومي ځواک وژل شوي مشر جنرال قاسم سلیماني وژل کېدو رپوټونو ته ځانګړې شوې.

د دغه هېواد ملي ټلویزیون نطاق په داسې حال کې په دې اړه غږیده چې تر مټ یې د غم سمبول په توګه تور رنګه ټوکر تړلی او له امریکا نه د غچ اخیستو په تړاو یې د مذهبي مشر ایت الله خامنه يي ګواښنه بیا بیا تکراروله.

ټول حکومتي ټلویزیوني چینلونه د (شهید شریف) ستاینه کوي چې د امریکايي بې پیلوټه الوتکې په برید کې نن جمعه ګهیځ ووژل شو.

دوی د عراق او سوريې په جګړه کې د ایراني پوځي مرستو په تړاو د نوموړي د رول ستاینه کوي.

دغه راز بېلا بېلې رسنۍ د هېواد مذهبي مشر ته د نوموړي نژدېوالي او په جګړه ځپلې سیمه کې د نوموړي د مشرتابه په تړاو له ارشیفه د هغه تصویرونه خپروي.

پر تلویزیونونو د ایراني دیپلوماتانو او مبصرینو نظرونه خپريږي، چې ټول د رسمي دریځ ملاتړ کوي او وايي، چې 'امریکا باید غبرګون ته چمتو واوسي. '

د پلازمېنې تهران پوهنتون یوه پروفیسر په یوه ټلویزیوني بحث کې ټولو لوېدیځوالو ملکیانو ته او په ځانګړې توګه امریکایانو ته خبرداری ورکړی چې 'باید سملاسي له منځني ختیځه ووځي. '

نوموړی له ګڼو هغو مبصرینو یو دی چې ادعا کوي، ''دغه پېښه به په سیمه کې د امریکا د شتوالي پای ثابت شي. ''

یو شمېر چارواکو په عام محضر کې د پېښې په تړاو خپله خواشیني په اوښکو څرګنده کړه.

د انقلابي ګارد یا سپاه پاسداران انقلاب ویاند رمضان شریف په یوه ټلویزیوني خپرونه کې چې په ژوندۍ بڼه خپرېده په سلګیو وژړل او خبریال ورسره په سمبالېدو کې مرسته وکړه.

جنرال شریف وروسته اسراییلو ته د ګواښ په کولو سره خپل غمګین احساسات کنټرول کړل، چې د ده په وینا پر جنرال سلیماني یې د امریکا برید همغږی کړی دی:

''د امریکایانو او صهیونیستانو (اسراییلو) خوښي به ډېر دوام و نه کړي او په غم به بدله شي. '' نوموړي زیاته کړه چې د سپاه پاسداران یون به د یوه سړي له وژل کېدو سره تم نه شي.

د ورځې له تېرېدو سره ټلویزوني شبکو د بېلا بېلو مشهورو خطیبانو ویناوې خپرې کړې چې پر غچ اخیستنې او د سلیماني د تګلارې پر تعقیب متمرکزې وې.