اتومي تړون؛ اروپایي ټولنې د ایران ګوت څنډنه رد کړه

اروپایي هېوادونه وایي، دوی له ایران سره د ۲۰۱۵ کال اتومي تړون ته اوس هم ژمن دي، او د لغوه کولو په اړه یې د ا یران ګوټ څنډنه ردوي.

تهران پرون چارشنبه ویلي وو، د امریکایي بندیزونو په غبرګون کې به دوی د ۲۰۱۵ کال د اتومي تړون له دوو ژمنو لاس پر سر کېږي.

د دې تړون له مخې هوکړه شوې وه چې تهران به د یورانیمو د غني کولو چاره ټکنۍ کوي، او په بدل کې به پرې لګېدلي نړیوال بندیزونه نرمېږي.

یاد تړون د امریکا د پخواني ولسمشر باراک اوباما د حکومت پر مهال لاسلیک شوی و، خو اوسنی ولسمشر ډونلډ ټرمپ تېر کال له دې هوکړې لاس پر سر شو.

ولسمشر ټرمپ په دې باور دی چې دا تړون یو اړخیز او د ایران په ګټه دی، او ټینګار کوي چې باید په دې اړه له سره جوړجاړی وشي.

امریکا تېر کال نومبر کې پر ایران یو ځل بیا تازه بندیزونه ولګول، خو اروپایي هېوادونو له دې پرېکړې سره مخالف وښود.

پرون ایراني چارواکو همدا راز خبرداری ورکړ چې که په ۶۰ ورځو کې له بندیزونو خوندي نشول نو د یورانیمو د غني کولو چاره به ګړندۍ کړي.

اروپایي ټولنې، برتانیا، فرانسې او جرمني د ایراني چارواکو وروستیو څرګندونو په اړه اندېښنه ښودلې ده.

د ایران اقتصاد دا مهال له سختو ستونزو سره مخ دی، کرنسي یې رېکارډ کچې ته لوېدلې او اقتصادي پړسوب څلور چنده ډېر شوی.

ولسمشر حسن روحاني د چارشنبې پر ورځ وویل، ایران به په سملاسي توګه د غني شویو یورانیمو پلورل بندوي. دا په دې معنا ده چې د ایران غني شوي یورانیمو به په کور پاتې کېږي او ښایي د هستوي وسلو په جوړولو کې وکارول شي.

همدا هغه ټکی دی چې نړیواله ټولنه یې له ډېرې مودې راهیسې اندېښمنه کړې، او د همدې اندېښنه له کبله په ۲۰۱۵ کال کې د ایران او نړیوالې ټولنې ترمنځ اتومي تړون شوی و.

ایران وایي، له امریکا پرته د دې هوکړې نور اړخونه، یعنی بریاتیا، فرانسه، جرمني، چین او روسیه باید په ۶۰ ورځو کې دا تظمین ورکړي چې د ایران د بانکدارۍ او تېلو سکتورونه به یې خوندي وي.

که داسې ونشي نو تهران خبرداری ورکوي چې د یورانیمو د غني کولو چاره به بیا پیل کړي.

خو اروپایي هېوادونه ټینګار کوي چې د ۲۰۱۵ کال تړون د نړۍ په کچه د هستوي وسلو د مخنیوي برخه کې یوه لویه لاسته راوړنه ده، دا چاره د ټول اړخونو د امنیت په ګټه ده.

دوی په یوه ګډه اعلامیه کې پر تهران غږ کړی چې اتومي تړون ته ژمن پاتې شي.