تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
ټرمپ پر ایران د بندیزونو لپاره د ملګرو ملتونو ملاتړ غوښتنه کړې
د امریکا متحدو ایالتونو ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غړیو غوښتي د اتومي بم له تر لاسه کولو د ایران مخنیوي کې له امریکا سره په ګډه کار وکړي.
نوموړي امنیت شورا ته وویل، هر هغه څوک چې پر ایران د امریکايي بندیزونو پلي کولو کې پاتې راشي ( سختو عواقبو) سره مخامخ شي.
له ایران سره د اتومي پروګرام پر سر له یوې هوکړې له په شا کېدو وروسته امریکا بېرته پر ایران بندیزونه لګولي.
بل لور ته د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون، چې اوس هم له ایران سره د ۲۰۱۵ هوکړې ملاتړ کوي، د 'اوږد مهاله ستراتيژۍ ' غوښتنه کوي.
د امریکا متحده ایالتونه په نوبت سره د ملګرو ملتونو امنیت شورا مشرتوب کوي او له همدې کبله ولسمشر ټرمپ د چهارشنبې ورځې امنیت شورا غونډې مشري کوله.
نوموړي پر ایران او روسیې تور پورې کړ، چې سوریې حکومت سره یې د 'عام وژنې ' لپاره د 'وړتیا ' موندلو کې مرسته کړې ده، خو نوموړي په ورته مهال له ټولو درېیو هېوادونو مننه وکړه، چې د سوریې ادلب کې یې پر حکومت مخالفو وسله والو له برید کولو ډډه کړې.
د ۲۰۱۵ کال هوکړې له مخې باید ایران نړیوالې ټولنې ته ډاډ ورکړي، چې اتومي پروګرام ته وده نه ورکوي.
د امریکا ولسمشر د امنیت شورا په غونډه کې پر چین هم نیوکه وکړه او ویې ویل، دغه هېواد غواړي د امریکا راتلونکو منځمهاله ټاکنو کې د 'لاسوهنې ' له لارې د جمهوریت غوښتونکي ګوند د بریا مخه ونیسي.
د خپلې خبرې کره والي لپاره له کوم ثبوت وړاندې کولو پرته ښاغلي ټرمپ وویل، چین نه غواړي دوی بریالي شي، ځکه په وینا یې دی لومړنی ولسمشر دی، چې د سوداګرۍ برخه کې یې چین ننګولی دی.
له هغه وروسته امنیت شورا ته وینا کې د چین بهرنیو چارو وزیر وانګ یي وویل، هېواد یې د هېڅ بل هېواد کورنیو چارو کې لاسوهنه نه کوي.
ایران چې اوسمهال د امنیت شورا غړیتوب نه لري، په غونډه کې یې د ښاغلي ټرمپ څرګندونو ته د ځواب لپاره څوک نه وو، خو له دې مخکې د سې شنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته وینا کې د ایران ولسمشر حسن روحاني امریکا 'بدمعاش ' وباله او ویې ویل، چې د 'غیرعادلانه ' بندیزونو او ګواښونو له پای ته رسېدو وروسته باید خبرې وشي.