د امریکا بندیزونو ایران کې د تر ټولو لویې لمري برېښنا بټۍ جوړېدل وځنډول

د کرکوس په نوم برتانوي شرکت د امریکا د بندیزونو له امله په ایران کې د ۶۰۰ میګاواټه لمري یا سولري برېښنا تر ټولو لویې بټۍ جوړول وځنډول.

د دې پروژې ارزښت ۵۷۰ میلیون ډالرو ته رسېږي.

د سولري یا شمسي برېښنا د دې بټۍ د جوړولو تړون د ۱۳۹۶ په وږي میاشت کې د کرکوس د مسوولانو او د ایران د انرژۍ وزارت ترمنځ د برتانیا پلازمېنه لندن کې شوی و.

د سې شنبې په ورځ د دغه شرکت اجرايي مشر دیه ګو بیاسي رویټرز خبري اژانس ته وویل:

پر ایران د امریکا له بندیزونو وروسته موږ پرېکړه کړې چې ایران کې خپل ټول فعالیت وځنډوو، موږ دغه حالت په ځیرتیا سره څارو.

هغه نور څه ونه ویل.

ښاغلي بیاسي له فرانس خبري اژانس سره هم خبرو کې منلې چې ایران کې یې د خپل شرکت چارې درولې دي.

نړۍ کې شپږمه لویه بټۍ

ټاکلې وه، د ۹۰۰ میګاواټو دې بټۍ له بشپړېدو وروسته دا په نړۍ کې د لمري برېښنا د تولید شپږمه لویه بټۍ وپېژندل شي.

د ۲۰۱۵ کال دوبي کې له ایران د نړیوالو بندیزونو تر لرې کېدو وروسته دا د برتانیا او ایران ترمنځ تر ټولو لوی تړون و.

ټاکلې وه دا پروژه په دریو کلونو کې بشپړه شي او د مهالوېش له مخې هرو شپږو میاشتو کې یې ۱۰۰ میګاواټي برېښنا چالو کېدله.

د تړون پرېکند کېدو پر مهال وویل شول چې دا پروژه د بهرنیو مالي سرچینو په کارولو اجرا کېږي.

د هوا ډېرېدونکې ککړتیا له امله ایران هڅه کوي چې لمري برېښنا بټۍ جوړې کړي.

د امریکا له وېرې

وروستیو میاشتو کې ځینې مهمو اروپايي شرکتونو له تهران سره د همکارۍ د پایلو له وېرې پر ایران د امریکا له بندیزونو وروسته خپل فعالیت ځنډولی دی.

د رویټرز د رپوټ له مخې ایران کې د ناروې د ساګا انرژۍ په نوم شرکت ورته پروژه هم ځنډولې ده.

د تېر کال اکتوبر کې د دې پروژې تړون بشپړ شو او ټاکلې وه پنځو کلونو کې د ایران په مرکزي کویر کې د دوو ګیګاواټو په ظرفیت د لمري برېښنا تولید پیل کړي.

ایران د برېښنا تولیدولو کې تر ډېره تېلو او ګازو پورې تړلی، خو د ککړتیا د مخنیوي لپاره دغه هېواد کې د نوېدونکې انرژۍ کارولو ته انګېزه ډېره شوې ده.

بندیزونه

د ایران پرضد د امریکا د مالي او اقتصادي بندیزونو لومړۍ پړاو تېره اونۍ پیل شو.

دې بندیزونو کې د ډالر او ریال په راکړه ور کړه، د سرو او نورو ګرانبیه فلزونو په نړیوالو معاملو، د ایران پر موټر جوړولو صنعت او د سپرلۍ الوتکو د پرزو پر پېر او پلور بندیز لګېدلی دی.

د بندیزونو دویم پړاو نږدې ۹۰ ورځې وروسته پیلېږي چې د تېل او ګاز صنعت، بېړۍ چلول او بېمې خدمتونه پکې راځي.

د دویم پړاو بندیزونو موخه د تېلو له پلورلو د اېران د عوایدو د پام وړ کمول دي.