ایران ولې پر سلګونو وارداتي توکو بندیز ولګاوه؟

ر

د عکس سرچینه، ISNA

د ایران د سوداګرۍ، کانونو او صنعت وزارت د مختلفو ګاډو په ګډون دغه هېواد ته له څوارل سوو د ډېرو توکو پر واردولو بندیز ولګاوه.

ایسنا خبرياژانس وايي، محمد شریعتمداري د جون پر ۲۱ د خپل هېواد د سوداګرۍ پراختیا ادارې ته په یوه لیک کې د منع شویو توکو نوملړ لېږلی دی.

ښاغلي شریعتمداري ټینګار کړی چې د مقاومتي اقتصاد د قومندانۍ مرکز کې ایران ته د دې توکو پر واردولو بندیز تصویب شوی دی.

د سوداګرۍ، صنعت او کانونو وزیر په لیک کې زیاته شوې چې کوم نومونه یې په دغه نوملړ کې لېږلي نور یې واردول باور نه لري:

"خو هغه توکي پکې نه راځي چې له دې لیک مخکې یې د بانک له لارې پیسې ور کړل شوې وي، یا توکي را وړل شوي، خو پیسې ور کړل شوې نه وي".

مقاومتي اقتصاد

ر

د عکس سرچینه، ATTA KENARE/AFP/Getty Images

د عکس تشریح، د امریکا له نویو بندیزونو سره ایران کې اقتصادي ستونزې زیاتې شوې دي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه یي د دغه هېواد پرضد د نړیوالو بندیزونو سره د مقابلې لپاره د مقاومتي اقتصاد اصطلاح اول ځل پر ۱۳۸۹ کال وکاروله.

هغه پر ۱۳۹۲ کال د مقاومتي اقتصاد ټولیز سیاست چې د مصلحت پېژندنې جرګه کې تصویب شوی و، حکومت، پارلمان او قضایه قوې ته وړاندې کړ او ورته یې وویل، چې دا سیاست بې ځنډه او ځانګړي مهالوېش سره اجراه کړي.

د ایران مذهبي مشر ایت الله خامنه يي د مقاومتي اقتصاد د پرځایښت لپاره ۱۳۹۴ لمریز کال د مقاومتي اقتصاد مرکز جوړ کړ، چې موخه یې پر بهر د ایران د اقتصادي تکیا کمول او د اقتصادي بندیزونو مقابل کې مقاومت کول دي.

نوموړي د ۲۰۱۵ کال په ډیسمبر کې د دې مرکز نوم د مقاومتي اقتصاد د قومندانۍ مرکز ته بدل کړ او پر لا ډېر خوځند کېدو یې ټینګار وکړ.

د ایران د مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیر د مقاومتي اقتصاد قومندانۍ مرکز مشر دی او د حکومت ځینې وزیران یې هم غړي دي.

د امریکا بندیزونه

ر

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، ډونلډ ټرمپ له اټومي تړون وتلو سره د ولسمشرۍ ټاکنو د کمپاین ژمنه پوره کړه.

د شپږو قدرتونو او ایران له اټومي تړون د امریکا وتلو او پر ایران د واشنګټن نویو اقتصادي بندیزونو د دغه هېواد اقتصاد بد اغېزمن کړی دی.

تېرو څو میاشتو کې د سرو سیکې بیه پنځوس سلنه لوړه شوې او د موټرو په ګډون نورو برخو کې هم بیې لوړې شوې دي.

اوسنیو شرایطو سره د مقابلې لپاره ایران هڅه کوي له هېواد د پیسو د وتلو مخه ونسي او پر وراداتو وروستی بندیز لګول هم د همدې لپاره دي.

د امریکا اقتصادي جګړه

ر

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، د ایران د حکومت پر اقتصادي پلانونو نیوکې کېږي.

د مقاومتي اقتصاد قومندانۍ مرکز مشر د ایران د مرستیال ولسمشر اسحاق جهانګیر د یکشنبې په ورځ ایران کې د اقتصادي ستونزو د ارزولو لپاره د دغه هېواد له پارلمان سره پټه ناسته درلوده.

هغه له دې ناستې مخکې وویل، چې امریکا په خپل باور د ایران پرضد سخت اقتصادي جنګ پیل کړی دی.

نوموړي له دې مسلې سره د مقابلې لپاره د ایران د چارواکو، سیاسي بهیرونو او خلکو د یووالي غوښتنه وکړه.

نوموی له هغه وروسته پارلمان یا اسلامي شورا ته ور بلل کېږي چې وروستیو اونی کې ایران کې د ډالرو، سرو، خوراکي توکو بیې لوړې او د حکومت پر اقتصادي چارو نیوکې ډېرې شوې.