په ایران کې چاودنې ۱۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله

ر

د عکس سرچینه، MEHR

د عکس تشریح، چارواکي وايي، د پېښې پلټنه کوي.

د ایران په اردبیل ښار کې روغتیايي چارواکي وايي، د چاودنې له امله اووه کسان وژل شوي او درې ټپیان دي.

قدرت اخوان اکبري وايي، په ودانۍ کې د اور اخیستونکو توکو د چاودنې له امله دا پېښه شوې ده.

په اردبیل کې د اوروژنې ادارې مشر هم د دې کسانو مرګ ژوبله منلې ده.

نوموړي دا هم ویلي چې مړي او ټپیان یې ځايي روغتون ته لېږدولي او د پېښې څرنګوالی هم څېړي.

دا پېښه په داسې مهال ده، چې تېره پنجشنبه د ایران امنیتي چارواکو ویلي و چې پولیس د قاچاقي توکو او اور اچونکو موادوو د موندلو ټولیز پلان لري.