تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د پنجاب په یوه ولسوالۍ کې ۴۲ افغانان نیول شوي
د پاکستان د پنجاب ایالت پولیسو د ترهګرۍ ضد څانګه وايي، د دغه ایالت په مختلفو سیمو کې یې د ۴۲ افغانانو په ګډون ۸۰ کسان نیولي دي.
د حکومتي سرچنیو په خبره، دا ۴۲ افغانان د سیالکوټ ولسوالۍ اوسېدونکي دي، خو دلته د استوګنې قانوني اسناد نه لري.
د لاهور پولیسو په خپل ټوېټر کې ویلي، چې په لاهور کې هم ورته عملیات روان دي او خلک د بایو میټریک الو سره ګوري.
دا نیونې په داسې مهال دي چې د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د شنبې په ورځ په یوه بیانه کې د هغو نژدې سلو افغانانو پر حالت اندېښنه ښوولې وه، چې په پاکستان کې نیول شوي دي.
خو ځینې پاکستانۍ رسنۍ وايي، تپه پنجاب کې تر ۲۰۵ کسان نیول شوي، چې ډېری افغانان دي.
په پاکستان کې له هغه وروسته پوځ د عمومي پلټنې او ترهګرو د ځپلو عملیات پیل کړل، چې د تېرې جمعې په شپه د سیند ایالت د سیهون ولسوالۍ په لال شهباز قلندر زیارت کې د چاودنې له امله تر ۹۰ پورې کسان ووژل او تر ۲۵۰ پورې نور ټپیان شول.
د دې برید مسؤولیت ''اسلامي دولت '' ډلې منلی، خو پاکستان له هغه راهیسې له افغانستان سره خپلې دروازې تړلې او افغان چارواکي وايي، د ننګرهار او کونړ پر ځینو سیمو یې په سلګونو راکټي بریدونه هم کړي دي.
د چارواکو په خبره، د دې بریدونو له امله د دوو ماشومانو په ګډون څو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې او تر ۱۵۰ کورنۍ هم بې ځایه شوې دي.