تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
د برتانیا دفاع وزارت افغانستان کې پر خپلو پوځیانو ۹۰ سلنه تورونه ردوي
د برتانیا دفاع وزارت ویلي، په افغانستان کې د دغه هېواد پر ځواکونو د بدچلند لګېدلي ۹۰ سلنه تورونه ردوي.
د بښنې نړیوال سازمان د برتانیا دفاع وزارت پر دغه پرېکړه نیوکه کړې.
د برتانیا دفاع وزیر مایکل فالن تېره ورځ ویلي له ټولو لګېدلو ۶۷۵ تورونو به ۹۰ سلنه هغه رد کړل شي او د پاتې نورو هغو په تړاو به څېړنه وشي.
د نوموړي په وینا دا به ' د هغو سرتېرو لپاره چې له اوږدې مودې راهیسې له دغو تورونو سره لاس او ګرېوان دي د ذهني ارام لامل شي. '
د برتانیا یوې پارلماني کمېټې تېره ورځ یوه رپوټ کې وویل، چې متقاعد او فعال برتانوي پوځیان د څېړونکو له نامناسب او ' سخت ځورونکي ' چلند سره مخامخ شوي دي. د دغې کمېټې رپوټ کې ویل شوي، چې ډېری ادعاوې ' معتبر ثبوتونه او شاهدان نه لري '
د برتانیا دفاع وزارت تېر کال د ' نارتمور ' په نامه یو څېړنیز مرکز جوړ کړ، چې افغانستان کې د دغه هېواد پر مېشتو پوځیانو د لګېدلو تورونه په اړه څېړنه وکړي.
د برتانیا ۱۲۴ پولیس افسران د دغه مرکز غړي دي. د دفاع وزارت په وینا ډېرې هغه دوسیې چې څېړل شوې له ۲۰۰۵ کال راهیسې مودې دي او په ځانمرګي بریدونو کې د لاس لرلو په ګومان د نیول شویو افغانانو په تړاو دي.
خو د بښنې نړیوال سازمان پر دغه پرېکړه نیوکه کړې او د ازادو څېړنو غوښتنه یې کړې. اوسمهال د برتانیا ۴۵۰ روزونکي د افغان امنیتي ځواکونو پر روزنه بوخت دي.