امریکايي استخبارات: د ټرمپ په اړه روسیه شرموونکي ثبوتونه نه لري

د امریکا متحدو ایالتونو د ملي استخباراتو مشر دا ردوي چې ګني د استخباراتو بنسټ د هغو انګیرنو ترشا دی چې ګني له روسیې سره د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د شرمولو په تړاو ثبوتونه شته.

د ملي استخباراتو مشر جنرال جیمز کلاپر په دې اړه رپوټونه 'دروغ' وبلل.

ټرمپ دغه رپوټونه' جعلي ' بللي او وايي یو شمېر ' ذهني ناروغانو ' دغه رپوټونه یو ځای کړي دي. نوموړي پر رسنیو ټینګه نیوکه کړې ده.

د ښاغلي ټرمپ د غونډې پر مهال ډېری پوښتنې د روسي هکینګ په تړاو وې. نوموړي وویل، هغه مهال چې له هېواده بهر سفر کوي، نه یوازې خپله احتیاط کوي، بلکې ملګرو ته هم د احتیاط کولو مشوره ورکوي، ځکه وايي دی پوهېږي، چې څه ډول کمرې ایجاد شوې دي.

د ملي استخباراتو مشر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، له خبري غونډې وروسته یې له ټرمپ سره د دغو اسنادو په تړاو خبرې کړې دي.

کلاپر زیاتوي، له ټرمپ سره دې موافقې ته رسېدلي چې دغه ډول رپوټونه خپرېدل د امریکا ملي امنیت ته زیان رسوي.

وړاندې ټرمپ ویلي وو ''دې ته ورته رپوټونه باید نه وای لیکل شوي او نه هم خپاره شوي وای. ''

''دا ټول دروغ رپټونه دي او دا د ناروغو کسانو کار دی چې دا دروغ یې تړلي دي... دا یو مطلق شرم دی. دغه عمل که شوی وي، نو په جرمني کې د نازیانو کړنو ته ډېر ورته دی. ''

یوې وېبپانې ددغو رپوټونو په اړه ۳۵ مخه لرونکی لاسوند خپور کړی، چې سي ان ان خبري شبکې هم اخیستی و.

ټرمپ دغه وېبپاڼه د ''خځلو ناکام ډېران'' بللی و، چې څرګنده اشاره یې سي ان ان شبکې ته وه.

رپوټونه وايي، روسیې د منتخب ولسمشر ډونلډ ټرمپ د کړنو په اړه ناوړه او د ده د شخصي ژوند په اړه ځوروونکي معلومات لري.

د کریملین ویاند دغه رپوټونه دروغ او د اړیکو خرابولو یوه هڅه وبلله. له ناتایید شویو ادعاوو سره سم روسانو له بدلمنو ښځو سره د ټرمپ د اړیکو ویډیويي ثبوتونه ساتلي دي او دا چې د هغه ټاکنیز کمپاین له مسکو سره اړیکي درلودل.

تېره اونۍ امریکايي څارګرو ادارو داسې رپوټونه خپاره کړل، چې ګواکې روسانو د امریکا ټاکنو اغېزمنولو لپاره د هکینګ کمپاین کړی و.