جرمني کې افغان کډوال ماشوم له انګلا مېرکل مننه وکړه

د ویډیو تشریح، انګلا مېرکل له ماشوم وپوښتل چې په جرمني ژبه چا سره غږېږي؟

يوه افغان ماشوم جرمني کې د کډوالو په تړاو د يوې غونډې په ترڅ کې د دې هېواد له لومړۍ وزيرې انګلا مېرکل مننه وکړه او د نوموړې د کرېسټين ډيموکراتانو د پلویانو پر وړاندې يې وژړل.

وړاندې د کرېسټين ډيموکرات ګوند يوه غړي له انګلا مېرکل غوښتي وو، چې د ګډوالو په تړاو د خپلو پاليسو له امله دې استعفا وکړي.

کله چې افغان ماشوم ادريس له انګلا مېرکل مننه وکړه او په جرمنۍ ژبه یې وويل "اغلې مېرکل زه له تاسو مننه کوم " په تالار کې ناستو خلکو چچکې وکړې.

دغه ماشوم چې کله انګلا مېرکل ته نژدې شو په ژړا شو.

انګلا مېرکل

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، تېر کال نژدې ۹۰۰ زره کډوال جرمني ته د پناه غوښتنې په موخه تللي

په ۲۰۱۵ کال کې د جرمني پر تلويزيون هم انګلا مېرکل له يوې فلسطينۍ ماشومې سره مخ شوې وه چې ورته یې وژړل.

دغې ماشومې وېره لرله چې کېدای شي بېرته لبنان کې د کډوالو کمپ ته واستول شي.

تېر کال نژدې ۹۰۰ زره کډوال جرمني ته د پناه غوښتنې په موخه ورغلي وو او له جنورۍ تر اکتوبر مياشتې پورې د دغه هېواد چارواکو د نژدې ۷۰۰ زره کسانو د پناه غوښتنلیکونه ترلاسه کړې وو.

په دوی کې ۳۸ سلنه سوريايان، ۱۸ سلنه افغانان او ۱۳.۵ سلنه عراقيان وو.

د کډوالو دغه لوی شمېر په جرمني کې پر استوګنځایونو او د خير ښېګڼې پر سيستم اغېز کړی چې له امله يې اغلې مېرکل له نيوکو سره مخ شوې وه.

انګلا مېرکل غواړي د څلورم ځل لپاره د لومړۍ وزيرې په توګه ځان کانديد کړي.

ټاکل شوې چې ټاکنې راتلونکی کال ترسره شي.

د کرېسټين ډيموکرات ګوند په غونډه کې د دغه ګوند يوه غړي انګلا مېرکل ته ويلي وو، چې استعفا وکړي خو په غونډه کې د ناستو خلکو له غبرګون سره مخ شو.

نوموړي مېرمن مېرکل ته وويل "ستا د غير موازي پاليسو له امله، موږ له داسې فشار سره مخ يوو چې په نژدې وخت کې به ترې خلاص نه شو."

دغه افغان ماشوم چې ادریس نومېږي د کډوالو خيريه ټولنې يوه کارکوونکي کوناډ ريوټر ناستو خلکو ته معرفي کړ.

ادريس وويل"مېرمن مېرکل له تاسې مننه، زه ډېر، ډېر خوشاله يم."

انګلا مېرکل

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح، انګلا مېرکل د کډوالو پالیسو له امله د یو شمېر نیوکو سره مخ ده

اغلې مېرکل دغه ماشوم ته وويل، تا خو ډېره جرمنۍ ژبه زده کړې، ته کله په جرمنۍ ژبې خبرې کوې؟

ادريس وويل: هو زه يوزاې له پلار سره [جرمنۍ] خبرې کوم.

اغلې مېرکل په ځواب کې وويل: ته دې له پلار سره په جرمنۍ خبرې کوې؟ دا ډېره ښه ده. ايا مور دې هم دلته ده؟

افغان ماشوم ورته وویل نه!

مېرمن مېرکل: ښه د ژبې زده کولو ته دوام ورکړه.

ادريس: زه غواړم يو ځل ستا لاسونه لمس کړم؟

اغلې مېرکل له ادريس او پلار سره يې وکتل.

ادريس مېرکل ته له لاس ورکولو وروسته خپلې اوښکې پاکې کړې.