موصل کې د جګړې ولسي زيان
د عراق په شمالي ښار الحویجه کې ۱۷ ولسي وګړي له "اسلامي دولت" نومې ډلې د تېښتې پر مهال ووژل شول.
د رپوټونو له مخې دغه کسان په یوه لارۍ کې سپاره وو چې موټر یې د سړک غاړې پر ماین وربرابر شو.
بلخوا د عراق په موصل کې زرګونه ملکي وګړي له جګړې په تېښته دي.چ
ځانګړي ځواکونه هڅه کوي د ښار مرکز ته ځان ورسوي خو د "اسلامي دولت" نومې ډلې له مقاومت سره مخ شوي .
د هغو کډوالو شمېر هم زیات شوی چې د ښار د باندې کمپونو ته ورغلي.