افغان کرېکټ: پرونۍ نا اشنا لوبه، اوسنۍ میلیون ډالري سوداګري

- Author, غزا نور
- دنده, بي بي سي
د کابل ښار په شاه شهید کې د لوړو دېوالونو منځ کې ځوانان د پوځیانو په څېر منډې وهي، دوی ځان پوځي تمرین یا جګړې ته نه بلکې د کرېکټ عملي روزنې ته چمتو کوي.
دا ځوانان چې شمېر یې تر دوو سوو رسېږی په سلطان کرېکټ اکېډمۍ کې راټول شوي او یو پخوانی لوبغاړی نواب خان عمرزی تمرین ور کوي.
"دا شل دقیقې تمرین هرې دورې ته ور کوو، چې بدن یې نرم شي او بیا یې په لوبه کې بدن له کومې ستونزې سره مخ نه شي".
دا اکېډمي لا یو کلنه شوې نه ده، خو مدیر یې محمد ناصر وايي، چې زدکوونکي یې نږدې نهو سوو ته رسېږی.
د نوموړي په خبره، اول چې څوک په دغه اکېډمۍ کې داخله اخلي دوه نیم زره افغانۍ ترې اخلي.
نوموړی زیاتوي، چې له داخلې وروسته هره میاشت دوی د میاشتې له څوارلس کلنو کم عمره زدکوونکو اووه سوه او له ۱۴ کلونو ډېر عمره ځوانانو څخه زر افغانۍ اخلي.
"شپږ استادان لرو، هرې دورې ته دوه نیم ساعته زدکړې لرو، د سهار له پنځو بجو زدکړې پیلېږي او د شپې تر لس نیمو دوام لري".
د ولایتونو ۷۰ زدکوونکي

په دغه کرېکټ اکېډمۍ کې پر کابل سربېره د ولایتونو ځوانان هم دا لوبه زده کوي، چې شمېر یې تر اویا ډېر دی.
ابوبکر ساپی هم له بغلان راغلی، وايي، هلته د کریکټ زدکړې لپاره دا ډول روزنیز مرکز نه و.
نوموړی غواړي له کریکټ زدکولو وروسته خپل ولایت ته لاړ او هلته د کرېکټ ولایتي لوبډلې ته امتحان ور کړي او له دې لارې بیا د کرېکټ امو زون لوبډلې ته ځان کامیاب کړي.
"د هر لوبغاړي هیله دا وي چې ملي کرېکټ لوبډلې ته لاړ شي، په بهر کې ولوبېږي، افغانستان ته ویاړ په برخه کړي، زه هم د نورو لوبغاړو په څېر دا هیله لرم".
د کرېکټ ۳۲ اکېډمۍ

په افغانستان کې د کرېکټ ۳۲ روزنیزې اکېډمۍ فعالې دي چې ۱۵ د دې ادارې او ۱۷ نورې خصوصي دي، چې پر کابل سربېره په ننګرهار، خوست، کونړ او نورو ولایتونو کې جوړې شوې دي.
که څه هم د سلطان کرېکټ اکېډمۍ مدیر محمد ناصر وايي، چې پر دې اکېډمۍ ۶۰ ډالر لګښت کړی دی، خو د افغان کرېکټ بورډ د معلوماتو له مخې پر ټولو اکېډمیو نږدې یو میلیون ډالر پانګونه شوې ده.
په ننګرهار کې د کریکټ بورډ مشر بختیار ساحل وایي، په جلال اباد ښار کې پر څلورو اکېډمیو سربېره، په غني خېل، بټي کوټ او مومندره ولسوالۍ کې هم یوه یوه اکېډمۍ شته چې د ملي کریکټ لپاره د لوبغاړو د تولید د مرکزونو حیثیت لري.
"په غني خېلو کې چې کومه اکېډمي ده، له هغې مو د ۱۶ کلنو ولایتي سیالیو لپاره دوه لوبغاړي غوره کړل، دا اکېډمي چې نه وه، د دې ځای لوبغاړي هم په ولایتي سیالیو کې نه وو، د دې اکېډمۍ له برکته دا لوبغاړي د ۱۶ کلنو لوبغاړو ولایتي سیالیو ته بریالي شول".
د خصوصي اکېډمیو څارل

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند وايي، دغه اداره د خصوصي اکېډمیو روزنیزې چارې څاري.
فرید هوتک وايي، کله چې یوه اکېډمي پرانیستل کېږي، نو دوی یې کارونه ګوري:
"دا معلوموو چې چرته اکېډمي جوړوي، ور سره همکاري کوو، خپل اصول ور سره شریکوو، چې اکېډمي یې په معیار برابره شي".
د نوموړي په خبره، دې خصوصي اکېډمیو کې روزونکي تر ډېره هغه کسان دي چې پخوا د افغان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي وو او له دې لارې هم د دغو اکېډیو له حال خبرېږي.
کرېکټ په افغانانو کې ډېر مینوال لری، چې له امله یې د کرېکټ خصوصي اکېډمیو زیاتېدلو ته چانس برابر شوی دی.
افغان لوبغاړي پر خپله لوبډله سربېره د نورو هېوادونو سیالیو کې هم غوره کېږي.
راشد خان ارمان او نبي عیساخېل هغه دوه افغان لوبغاړي وو، چې په وروستیو کې د هند غوره لیګ لوبډله کې ولوبېدل او پر ښه شهرت زیاتېدلو سربېره یې په میلیونونو افغانۍ هم جیبونو ته ولوېدې.
د دوی دا لاسته راوړنې نور افغان ځوانان هم کرېکټ لوبې ته هڅوي، چې ور سره کرېکټ پراخېږي او خصوصي اکېډمۍ جوړېږي.

د عکس سرچینه، .








