د افغانستان – پاکستان سوداګرۍ کچه کمه شوې خو ولې؟
د سویلي اسیا هېوادونو ته د پاکستان صادرات په تېر یوه کال کې ۲۲ سلنه کم شوي دي. چارواکي یې دلیل د کورونا وبا یادوي خو سوداګر وايي نورې ستونزې هم شته.
په پښتونخوا کې د سوداګرۍ خونې د بي بي سي پښتو ته وویل چې له افغانستان سره د پاکستان سوداګري ۱۳ سلنه کمه شوې ده. دوی له پاکستاني حکومته په سوداګرۍ کې د ښکاره تګلارو غوښتنه کوي.
د خيبر پښتونخوا سوداګریو خونې مرستیال انجینیر منظور الهي وايي د افغانستان او پاکستان تر منځ د سوداګرۍ غوړېدو ته باید د ازاد تجارت تړون وشي.