تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا ټاکنې: يوې ښځې هم رایه نه ده ورکړې
- Author, اظهارالله
- دنده, بي بي سي/پښتونخواه
د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور دير ولسوالۍ کې يوې ښځې هم په ځايي ټاکنو کې خپله رایه نه ده کارولې. ويل کېږي ټولو ګوندونو په ګډه يوه غونډه کې سوګند کړی و، چې ښځې بايد ټاکنو کې ګډون و نه کړي.
د پنجشنبې پر ورځ د دغه ایالت په بېلابېلو سيمو کې د ۱۰۸ ځايي څوکيو لپاره د پاکستان د ټاکنو کميسيون لخوا ټاکنې وشوې.
د لر دير ليرې سيمه ثمرباغ کې چې د جماعت اسلامي ګوند مشر سراج الحق پکې څوکۍ ګټلې، تر څلور زرو ډېرو ښځو د رای اچونې کارتونه اخیستي، خو یوې یې ښځې هم خپله رایه نه ده اچولې.
سړو ته د ښځو رایه مهمه نه وه
د دغې سيمې يوې ښځې د نوم نه ښودلو په شرط بي بي سي ته په ټیلیفون وويل، ښځو رایه نه ده کارولې په دې خاطر چې سړیو ته د ښځو رایه مهمه نه ښکارېده.
هغې زیاته کړه په دغه سيمه کې ښځو ته د رایې اچولو لپاره د بهر وتلو کلتور نه شته او نه يې رایې ته څوک اړتيا لرې.
په دغه ځايي ټاکنو کې تر ډېره جماعت اسلامې مذهبي ګوند غړي نوماند دي چې د پايلو تر اعلانولو مخکې یې خپله بريا اعلان کړې.
دغه ځايي ټاکنې د لر دیر په ډېرې ولسوالۍ تالاش، ثمرباغ او د بر دیر دواړه سيمو کې شوې دي.
کله چې بي بي سي د ټاکنو د کميسيون له ویاند سهیل خان نه په پېښور کې وپوښتل، هغه ويل، داسې ګنګوسې دي چې ګوندونو په پټه پرېکړه کړې چي ښځې د رایو ورکولو لپاره ونه وځي، خو د هغه په وينا دغه ګنګوسې بې بنسټه دي:
"کميسيون له ځايي مشر نه د دغې پرېکړې په اړه د پلټنې راپور غو ښتی و، خو راپور کې داسې څه نه وو راغلي چې ښځې دې ټاکنو ته نه پرېږدي."
هغه وايي، ښځې چې په خپله رايې ورکولو ته بهر و نه وځي، کميسيون په دغه اړه څه نه شي کولی ځګه د رایې ورکولو لپاره څوک نه شي مجورولی.
د پاکستان وفاقي حکومت دې وروستيو کې يو قانون هم تصویب کړی چې وايي، په عامه ټاکنو کې چې په کومو ځایونو کې د ښځو رایه له ۱۰ سلنې کمه وه په هغه ځای کې به ټاکنې ځنډول کېږي.
د دغه قانون په هکله سهيل خان وويل چې دغه قانون په عامه ټاکنو تطبيق کېږي، خو د هغه په خبره له ځايي ټاکنو سره يې څه سروکار نه شته.
د یادې سیمې د جماعت اسلامي ګوند ناظم حنیف الله بي بي سي ته وویل، داسې پرېکړه نه ده شوې چې ښځې دې له رایو ورکولو منع شوې وي.
هغه وايي، د ښځو رایه هماغومره مهمه ده چې د سړیو ده. د ویلو ده، چې د ۲۰۱۳ کال په عامه ټاکنو کې هم پاکستان کې ورته شخړه راپورته شوې وه، چې ويل کېدل ښځې د ګوندونو له پرېکړې لاندې په ټاکنو کې له ګډون نه منع شوې او محکمه کې پرې قضیه هم ثبت شوې ده.