تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
پښتونخوا کې د ښایسته غواګانو مېله
د خیبر پښتونخوا د سوات په مینګوره کې یوې مېلې ته شاوخوا ۲۰۰ غواګانې راوستل شوي، چې په ډله کې یې تر ټولو ښکلې (ازیخیلۍ) غوا په نښه کړي.
دغه مېله د امریکا د متحده ایالتونو د نړیوال پراختیايي پرواګرم (یوسایډ) په مالي لګښت جوړه شوې چې درې ورځې به روانه وي.
ازیخیلۍ غوا د کورنیو غواګانو یو ذات دی چې په عمومي ډول په ټول سوات او په ځانګړي ډول په میدان او خوازهخېله کې موندل کېږي.
د ازیخیل نوم له اره د پښتون قوم د (عزیز خېل) پرګنې له نامه را اخیستل شوی چې د نومونې لامل یې هم ښايي د دغې پرګنې له خوا له یادو غواګانو سره د ډېر سروکار له امله وي.
په مېله کې به تر ټولو ښکلې ازیخیلۍ غوا ته د ۷۱۵ امریکايي ډالره انعام ټاکل شوی.
یاده جایزه لیاقت بهادر نومي یو بزګر ګټلې ده. نوموړي پاکستانۍ ډان ورځپاڼې ته ویلي: "زه لس نوري ازیخیلۍ غواګانې هم لرم، چې د هغوی له برکته مې ژوند چلېږي."
د پاکستان د مالدارۍ وزارت یوه چارواکي محب الله خان رسنیو ته ویلي: "د ازیخیلۍ غواګانو نسل د ورک کېدو په حال کې دی، له مېلې جوړولو هدف دا و چې په خلکو کې د دغه ښکلي څاروي په اړه عامه پوهاوی زیات شي."
دا لومړی ځل دی په خیبرپښتونخوا کې د ښکليو غواګانو مېله جوړېږي.
په سوات سیمه کې د ازخېلي غواګانو د زیات موجودیت یو راز دا دی چې دغه غواګانې په یخو سیمو کې ښه ژوند کوای شي.
بزګران اړ نه دي چې د سوات په ساړه ژمي کې یادې غواګانې وپلوري یا یې وندونی د قصاب په لاس کې ور کړي.
شنونکو دا خبره هم کړې چې ازیخېلۍ غواګانې نه یوازې دا چې د یخ مقاومت لري او ښکلې دي، بلکې ډېرې شيدې کوي او خوندوره غوښه هم لري.