د پښتونخوا چارواکي: عربانو ته د څاړي د ښکار اجاز نه ور کوو

د خیبر پښتونخوا چارواکو د څاړي پر ښکار له بندیز وروسته د مرکزي حکومت له غوښتنې سره سره عرب شهزادګانو ته هم اجازه ور نه کړه، چې دغه مرغه ونیسي.

د تحریک انصاف ایالتي مشر او د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ ګوندي مشر شوکت یوسفزي بي بي سي ته وویل، مرکزي حکومت ترې غوښتي و، چې د مرغه پر ښکار لګېدلی بندیز څه مهال لرې کړي، خو ایالتي حکومت د دې نایاب مرغه د نسل ژغورلو لپاره دا غوښتنه ونه منله.

هغه دا هم وویل، چې هر کال په پښتونخوا کې د جنورۍ له ۱۵ د فرورۍ تر ۱۵ د څاړي یا تلور مرغه د ښکارولو اجازت وي، خو په دغه مهال هم ښکاري باید اجازت لیک ولري، خو سږ کال حکومت په دغه وخت هم د ښکار اجازه نه ور کوي.

د شوکت یوسفزي په خبره، په اساسي قانون کې له ۱۸ ترمیم وروسته د ځنګلي ژویو ریاست د ایالتي حکومت په واک کې دی، ځکه ایالت د خپل واک سره سمه پرېکړه کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې څاړی یا تلور نایاب مرغه دی، له نورو سیمو پښتونخوا ته تللی او ناقانونه ښکار یې نسل ختموي، ځکه یې د ژغورلو لپاره دا پرېکړه پلې کېږي.

له بلې خوا د تحریک انصاف مشر عمران خان هم تېره ورځ په خپل ټوېټر کې لیکلي و، چې د پښتونخوا له اعلی وزیر به وغواړی چې د څاړي د ښکار اجازه ور نه کړي.

ویل کېږي چې څاړی له نورو هېوادونو په ژمي کې پاکستان ته ځي.

تر ډېره په پنجاب او د بلوچستان په سرحدی او رېګي سیمو کې پیدا کېږي، خو د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان او کواټ کې هم موندل کېږي.

په پاکستان کې په عمومي ډول د دغه مرغه پر ښکار بندیز لګېدلی، خو د عرب شاهي کورنیو غړي په دا ډول بندیز کې نه راځي.

حکومت عرب شیخانو او شهزادګانو ته هر کال له ۲۵ تر ۳۵ پورې څاړو د ښکار ځانګړې اجازه ور کوي.

خو دغه شیخان له ټکالو پولو پښې هم اړوي.

د ۲۰۱۴ کال په یوه حکومتي رپوټ کې ویل شوي و، چې یوه سعودي شهزاده په ۲۱ ورځني سفر کې له دوو زرو ډېر مرغان ښکار کړي وو.

څو ورځې مخکې په پاکستانیو ورځپاڼو کې داسې خبرونه خپاره شول چې اسلام اباد ته د قطر شهزادګان راغلي او د څاړي د ښکار کولو اجازه ور کړل شوې.

په دې خبرونو پسې په خواله رسنیو کې لوی بحث پیل شو او د حکومت پر دغه اجازه نیوکې وشوې.

له څه مهال راهیسې په بهرنیو رسنیو کې د څاړي اړوند رپوټونه خپرېږي او دا اندېښنه هم ښودل کېږي چې د دې مرغه نسل د ورکې له ګواښ سره مخ دی.