پېښور او مردان کې بريدونه

د خیبر پښتونخوا په پېښور او مردان کې د دوو بېلابېلو بریدونو له امله لږ ترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او په لسګونو نور ژوبل شوي. چارواکي وايي مردان کې پر محکمې بريد کې ۱۲ تنه وژل شوي. بلخوا په پېښور کې د عيسويانو پر سيمه (کرسچين کالونۍ) بريد کې څلور بريدګر وژل شوي

د خيبرپښتونخوا په مردان ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ۱۲ تنه وژل شوي. بلخوا په پېښور  کې د عيسويانو (کرسچين) کالونۍ بريد کې څلور ځانمرګي بریدګر امنيتي ځواکونو له پښو غورځولي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د خيبرپښتونخوا په مردان ښار کې د ځانمرګي بريد له امله ۱۲ تنه وژل شوي. بلخوا په پېښور کې د عيسويانو (کرسچين) کالونۍ بريد کې څلور ځانمرګي بریدګر امنيتي ځواکونو له پښو غورځولي دي.
د مردان د پولیسو مشر فیصل شهزاد بي بي سي ته وویل، بریدګر لومړی د محکمې پر دروازه د لاسي بم برید وکړ چې په کې پر دروازه ولاړ یو شمېر پولیس سرتېري ټپيان شول.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د مردان د پولیسو مشر فیصل شهزاد بي بي سي ته وویل، بریدګر لومړی د محکمې پر دروازه د لاسي بم برید وکړ چې په کې پر دروازه ولاړ یو شمېر پولیس سرتېري ټپيان شول.
د پولیسو په وينا، په دغه برید کې په وژل شویو ۱۲ کسانو کې ولسي وګړي، پولیس او وکیلان شامل دي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، د پولیسو په وينا، په دغه برید کې په وژل شویو ۱۲ کسانو کې ولسي وګړي، پولیس او وکیلان شامل دي او په لسګونو نور ژوبل شوي دي.
دا په دې وروستيو کې په مردان کې يوه تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، دا په دې وروستيو کې په مردان کې يوه تر ټولو خونړۍ پېښه بلل کېږي
د پېښور د کریسچين کالونۍ د برید مسوولیت رسنیو ته له پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې جماعت الحرار قبول کړی، خو د مردان د برید مسوولیت لاهم کومې ډلې نه دی منلی.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د پېښور د کریسچين کالونۍ د برید مسوولیت رسنیو ته له پاکستاني طالبانو یوې بېلې شوې ډلې جماعت الحرار قبول کړی، خو د مردان د برید مسوولیت لاهم کومې ډلې نه دی منلی.
ويل کېږي تر برید وروسته د محکمې قاضیان او مدافع وکیلان په سختو امنيتي تدابیرو کې ایستل شوي او خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، ويل کېږي تر برید وروسته د محکمې قاضیان او مدافع وکیلان په سختو امنيتي تدابیرو کې ایستل شوي او خوندي ځای ته لېږدول شوي دي.
د پاکستاني پوځ په خبره د پېښور برید کې یواځې دوه ملېشه سرتېري، یو پولیس او دوه شخصي ساتونکي ټپي شوي خو ولسي وګړیو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د پاکستاني پوځ په خبره د پېښور برید کې یواځې دوه ملېشه سرتېري، یو پولیس او دوه شخصي ساتونکي ټپي شوي خو ولسي وګړیو ته هېڅ مرګ ژوبله نه ده اوښتې.
چارواکي وايي امنيتي سرتېري سيمې ته رسېدلي او هلته اوس حالات تر کنټرول لاندې دی.

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح، چارواکي وايي امنيتي سرتېري سيمې ته رسېدلي او هلته اوس حالات تر کنټرول لاندې دی.