اروپا ته تلونکي کډوال
د يونان کاس ټاپو کې لسګونه کډوال هغې بېړۍ ته ورختلي، چې د بيړنۍ نومليکنې مرکز په توګه کارول کېده.
دغه بېړۍ به دوی ته لنډمهالی پناه ځای برابروي، په داسې حال کې چې پر پناه غوښتنليکنو يې غور کېږي. پر همدې مهال د خلکو بهير لا روان دی، چې ډېری يې له ترکيې ورتلونکي سوري کډوال دي.