له سوریې ۳ میلیونه کسان تښتېدلې دي
ملگرو ملتونو د سوريې د کډوالو کړکېچ د اوسني عصر تر ټولو ستر بشري بېړنى حالت بللى دى. تر درې ميليونو ډېر کسان تښتېدلي او د ټولو سورييايانو نيمايي له خپلو کورونو وتلو ته اړ شوي دي.
په دې وروستيو کې د اسلامي دولت په نامه د ځواکونو پرمختگ حالات لا پسې خراب کړي دي. دوى اوس د سوريې او عراق ډېرې برخې کنټرولوي.
اوس یې داسې ویدډيو خپره کړې چې د نيول شويو سرتېرو د ځورونې او وژنې صحنې ښيي. دې رپوټ کې ځینې زړه بدوونکې برخې شته.