بنو کې د وزيرستانيانو وضعيت

شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له پيله دوه اوونۍ تېرېږي. د دغو عملياتو له امله د وزيرستان د شپږو ولسواليو شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ کسان بې کوره شوي دي.

شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له پيله دوه اوونۍ تېرېږي. د دغو عملياتو له امله د وزيرستان د شپږو ولسواليو شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ کسان بې کوره شوي دي.
د عکس تشریح، شمالي وزيرستان کې د پوځي عملياتو له پيله دوه اوونۍ تېرېږي. د دغو عملياتو له امله د وزيرستان د شپږو ولسواليو شاوخوا ۴۰۰۰۰۰ کسان بې کوره شوي دي.
په بنو کې په يوه لوبغالي کې خلکو ته د مرستو خوراکي توکي ''راشن'' وېشل کېږي. دغلته خلک له سهاره تر ماښامه په کتارونو کې ولاړ وي.
د عکس تشریح، په بنو کې په يوه لوبغالي کې خلکو ته د مرستو خوراکي توکي ''راشن'' وېشل کېږي. دغلته خلک له سهاره تر ماښامه په کتارونو کې ولاړ وي.
د بېځايه شويو لويه برخه ښځې او ماشومان دي.
د عکس تشریح، د بېځايه شويو لويه برخه ښځې او ماشومان دي.
ډېری بېځايه شوې کورنۍ په بنو او شاوخوا سيمو کې په کرايي او د خپلوخپلوانو په کورونو کې دېره شوي دي.
د عکس تشریح، ډېری بېځايه شوې کورنۍ په بنو او شاوخوا سيمو کې په کرايي او د خپلوخپلوانو په کورونو کې دېره شوي دي.
د بي بي سي خبرياله نګار شمايله خان وايي: ''له قبايلي ښځو سره د څو ساعتونو تېرولو وروسته را راته معلومه شوه چې دوی خوړو او د څښاک اوبو ته اړتيا لري، خو تر دې زياتې يې هغه محدودې ازادۍ يادېږي چې دوی په خپلو کورونو کې لرلې''.
د عکس تشریح، د بي بي سي خبرياله نګار شمايله خان وايي: ''له قبايلي ښځو سره د څو ساعتونو تېرولو وروسته را راته معلومه شوه چې دوی خوړو او د څښاک اوبو ته اړتيا لري، خو تر دې زياتې يې هغه محدودې ازادۍ يادېږي چې دوی په خپلو کورونو کې لرلې''.
خبرياله وايي بېځايه شويو ورته وويل: ''پوځيان خلک په کوتکو وهي، ډزې هم کوي. په هغه ډول چې دا راشن ورکول کېږي که ورته وګورې نو و به وايي چې له لوږې مرګ ښه دی''.
د عکس تشریح، خبرياله وايي بېځايه شويو ورته وويل: ''پوځيان خلک په کوتکو وهي، ډزې هم کوي. په هغه ډول چې دا راشن ورکول کېږي که ورته وګورې نو و به وايي چې له لوږې مرګ ښه دی''.
هغه کسان چې له شمالي وزيرستان نه بنو او نورو سيمو ته ځي د امنيتي ځواکونو له لوري په جدي ډول څارل کېږي، چې وسلوال جنګيالي په کې نه وي.
د عکس تشریح، هغه کسان چې له شمالي وزيرستان نه بنو او نورو سيمو ته ځي د امنيتي ځواکونو له لوري په جدي ډول څارل کېږي، چې وسلوال جنګيالي په کې نه وي.
د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې په وزيرستان کې ګرځبنديز يو څه نرم کړ او لسګونه زره کسان له سيمې ووتل چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.
د عکس تشریح، د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې په وزيرستان کې ګرځبنديز يو څه نرم کړ او لسګونه زره کسان له سيمې ووتل چې ډېری يې ښځې او ماشومان دي.
بې ځايه شويو ته يوه خيمه، دوه واړه فرشونه، د ۱۰ کيلوګرامه  اوړو يوه بورۍ او يوه بوشکه غوړي ورکول کېږي.
د عکس تشریح، بې ځايه شويو ته يوه خيمه، دوه واړه فرشونه، د ۱۰ کيلوګرامه اوړو يوه بورۍ او يوه بوشکه غوړي ورکول کېږي.
د پاکستان لومړی وزير نواز شريف وايي په شمالي وزيرستان کې د عملياتو له امله د بېځايه شويو کسانو د مرستې لپاره پوځ او حکومت په ګډه کار کوي.
د عکس تشریح، د پاکستان لومړی وزير نواز شريف وايي په شمالي وزيرستان کې د عملياتو له امله د بېځايه شويو کسانو د مرستې لپاره پوځ او حکومت په ګډه کار کوي.
له شمالي وزيرستان نه زرګونه کورنۍ د افغانستان سویل ختيځ خوست ولايت ته کډه شوي، چې دغلته د ځايي خلکو له لوري ورسره د استوګنې او خوراکي توکو مرستې کېږي.
د عکس تشریح، له شمالي وزيرستان نه زرګونه کورنۍ د افغانستان سویل ختيځ خوست ولايت ته کډه شوي، چې دغلته د ځايي خلکو له لوري ورسره د استوګنې او خوراکي توکو مرستې کېږي.