تاسې د وېب‌سایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېب‌سایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.

د وېب‌سایټ اصلي بڼې ته مې وروله

د وېب‌سایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.

د کابل چاودنې قربانیانو شمېر تر ۵۰۰ واوښت

د کابل په وزیر اکبر خان مېنه کې د درنې چاودنې له امله لسګونه کسان وژل شوي او تر ۴۶۰ ډېر ټپیان دي. افغان ولسمشر محمد اشرف غني دغه برید یو ترهګریز عمل او د بشریت ضد جنایت وباله. طالبانو ویلي برید دوی نه دی کړی.

ژوندی پوښښ

  1. د کابل برید په اړه شننه, لندن کې د بي بي سي‌ کابل دفتر مشر وحید مسعود او اباسین بریال سره خبرې

  2. زلمی خلیلزاد او پاکستان

    یا خو دې پاکستان د ترهګرو مرکزونه ختم کړي یا به موږ هلته د ترهګرو د اډو پر ویشتلو فکر وکړو.

  3. کابل کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته جرمني پرېکړه کړې، چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته نه ستنوي.

  4. د تېرو څو میاشتو بریدونه

  5. افغانستان په داسې یوه حالت کې کومې خوا ته درومي؟

    داسې برېښي چې افغانستان اوس مهال د کړکېچ له یوې تودې څپې د تېرېدو په حال کې دی. نړیوال او کورني اټکلونه ټول د حالاتو د لا نازکېدو وړاند وینه کوي. په تېرو پرله پسې میاشتو کې پر پلازمېنه بېساري او تر ډېره ویجاړوونکي بریدونه د جګړې په بڼه کې د بنسټیز بدلون ښکارندوی بلل کېږي.

    • ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی
    • د کابل نننی برید او پاکستان کې غبرګونونه
    • کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله

    په نژدې ټولو دغو بریدونو کې ولسي زیانونه اوښتي دي. هر وسله وال لوبغاړی په خپلو موخو پسې دی، هغه موخې چې پخپله له هغوی پرته نورو ته سمې روښانه نه دي. تاوتریخوالی داسې مهال زور اخلي چې د امریکا نوې ادارې لا هم خپله نوې افغان تګلاره په ډاګه کړې نه ده. افغانستان په داسې یوه حالت کې کومې خوا ته درومي؟

  6. , ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

    د ملي امنیت لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخواپلان شوی. تفصل په لینک کې.

  7. , افغان کرېکټ بورډ له پاکستان سره لوبې لغوه کړې

    د افغانستان کرېکټ بورډ وایي د کابل چاودنې په تړاو د امنیتي ادارو د موندنو له راپور سره سم او د افغان ولس د غوښتنو پر بنسټ د افغانستان کرېکټ بورډ له پاکستان کرېکټ بورډ سره د هر ډول سیالیو او دوجانبه اړیکو هوکړه لغوه کوي. نور تفصیل په لاندني لینک کې لوستل کېدای شي.

  8. وروستی, ملي امنیت: د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې په لارښونې شوی

    د ملي امنیت لخوا په خپرې شوې یوې اعلامیه کې ویل شوي د کابل برید د پاکستان استخباراتي ادارې ای ایس ای په مستقیمه مرسته او لارښونې د حقاني شبکې لخواپلان شوی.

  9. وروستی, د افغان ولسمشر لخوا بېړنۍ غونډه

    د کابل د نن ورځې د برید په غبرګون کې د ولسمشر محمد اشرف غني تر مشرۍ لاندې یوه ځانګړې غونډه نن په ارګ کې وشوه. په دې غونډه کې د افغانستان امنیتي چارواکو د نن ورځې د برید په اړه مالومات وړاندې کړل.

  10. وروستی, نن شپه د پاریس د ایفل برج به د کابل په ویر کې تیاره وي

    د فرانسې پلازمېنې پاریس، ښاروال ویلي د کابل د برید قربانیانو ته د درناوي په پار به نن شپه د ایفل برج څراغونه مړه وي.

    د ایفل برج چې د فرانسې یو له ترټولو پېژندلو شویو تاریخي ودانیو ده او د دغه هېواد هویت بلل کېږي هر وخت په رنګارنګو څراغونو روښان وي. نن شپه به پر ۱۲ بجو ایفل برج د کابل په ویر خپل ټول څراغونه مړه کوي.

  11. وروستی, عیني شاهد

  12. , ''کابل او بغداد کې د ژوند تصور''

    د یو شمېر مشهورو نړیوالو ژورنالیستانو او لیکوالو تر څنګ وتلي ژورنالیست مهدي حسن په یوه ټویټر پیغام کې د کابل نني برید په تړاو ویلي:

    زه دا تصور هم نه شم کولای، چې کابل او بغداد غوندې ښارونو کې به ژوند څنګه وي، چې وحشیانه بمي بریدونه په کې پای نه لري.

  13. وروستی, د افغانستان روغتیا وزیر سپارښتنه

    د افغانستان عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ویلي، د کابل ننني خونړي برید ټپیانو په درملنه کې به هېڅ ډول ناغیړي و نه شي. نوموړي دغه راز ویلي، د عامې روغتیا اړوندو ټولو مسوولینو او د مرکزي روغتونونو ټولو طبي کارکوونکو ته ویل شوي، چې د ننني خونړي برید ټپیانو درملنه کې ټوله هڅه او هاند وکړي.

  14. شکیلا اماج په خپل فیسبوک لیکلي: نننۍ پېښې را نه ټول غمونه هېر کړل.

  15. د کابل پېښې په اړه نور مطالب

    • د عکسونو البوم: د کابل ښار موټر بم برید
    • '' د بي بي سي همکارانو یوه خندانه څیره یې ووژله''
    • کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله
    • د کابل نننی برید او پاکستان کې غبرګونونه
    • جرمني د کابل له برید وروسته د افغان کډوالو شړل ودرول
  16. ''د پېښور په څېر کابل هم جرات څرګند کړ''

    د عوامي نېشنل ګوند مرکزي کمېټې مرستیالې بشرا ګوهر د کابل نننی برید په تړاو یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

    وروستی ځل کابل جان ته د زما د سفر پر مهال هوا کې د ګلونو خوشبو خپره وه. د پېښور په څېر کابل هم بې ساري جرات او مقاومت څرګند کړ.

  17. جرمني د کابل له برید وروسته د افغان کډوالو شړل ودرول

    کابل کې د چهارشنبې ورځې له خونړي برید وروسته جرمني پرېکړه کړې، چې د څو ورځو لپاره رد شوي افغان کډوال په زوره بېرته افغانستان ته نه ستنوي. په اړه یې نور تفصیل دلته لوستلای شئ

  18. کابل کې د خونړي بریدونو نېټې او مرګ ژوبله, پاینده څرګند

    افغانستان کې د جګړې له دوام سره د بریدونو ول هم بدل شوی. ځانمرګي بریدونه تر پخوا پېچلي شوي او د ځینو موخه ځانګړي خلک یا ډله وي چې یو شمېر یې پلازمېنه کابل کې تر سره شوي.

    تېر یوه نیم کال کې پلازمېنې کابل کې تر ټولو د بدو بریدونو نېټې او جزییات دلته لوستلی شئ

  19. وروستی, جرمني د افغان ګډوالو شړل ودرول

    کابل کې له چاودنې وروسته، جرمني په زور د رد شویو افغانانو د شړلو لړۍ ودروله. بشپړ خبر لږ وروسته پر ‌‌‌‌‌BBC Pashto لوستلی شئ

  20. وروستی, د بي بي سي ۴ خبریالان چې په نننۍ پېښه کې ژوبل شول

    له ښي اړخ نه: ایوب اروین، عبدالله نظامي، تاج الدین سروش او هدایت الله همیم