جرمني ته د تښتېدلي سوري کډوال د موسیقۍ لومړی البوم

رامي

د عکس سرچینه، PA

د عکس تشریح، رامي په منځني ختیځ او اروپا کې د سفر پرمهال له اتو هېوادونو تېر شوی

هغه سوري کډوال چې له خپل وایلن سره له سوریې نه وتلی و اوس د خپلې موسیقۍ لومړنی البوم د یوه مشهور کمپنۍ له لارې مارکیټ ته وړاندې کوي.

۲۱ کلن رامي د سوریې په حمص کې د موسیقۍ په زده کړه بوخت و، خو د جګړو له امله د خپل ټاټوبې پرېښودلو ته اړ شو او جرمني ته لاړ.

د موسیقۍ دا البوم "زما سفر" نومېږي، د البوم پیل د اروپايي ټولنې له رسمې سرود "د خوشحالۍ ترانه" نه شوی، دا له یوه بشپړ ستونزمن سفر نه وروسته چې ډېر ځله پلي ترسره کېږي او کډوال په کې له مینځني ختیځ نه تر جرمني پورې له اتو هېوادونو نه تېرېږي، د رامي د خوشحالۍ احساس څرګندوي چې اروپا ته رسېدلی دی.

کله چې رامي له سربیا نه هنګري ته په اورګاډي کې تله، پولیسو څاره او له اورګاډي نه وایستل شو.

په همدغه وخت کې د هغه وایلن ترې ورک شو.

خو بالاخره رامي جرمني ته ورسېده او یوې سیمه ییزې ښځې د هغه له کیسې اورېدو وروسته ورته یو بل وایلن ورکړ.

اوس د سره صلیب په مرسته د هغه د موسیقۍ لومړنی البوم په نړۍ کې په بحرانونو کې له ایسارو خلکو د ملاتړ په موخه مارکیټ ته وړاندې کېږي.

د "دیکار ریکارډس" شرکت د هغه البوم خپور کړی، چې له کبله یې راغونډېدونکې پیسې د بریتانیا سره صلیب صندوق ته ځي او بریتانیا کې به ورتلونکو کډوالو ته ورکول کېږي.

رامي

د عکس سرچینه، DECCA RECORDS/PA

د عکس تشریح، جرمني ته له رسېدو وروسته رامي ته یوې سیمه ییزې ښځې د هغه له کیسې اورېدو وروسته یو بل وایلن ورکړ