روانې ستونزې او د مرستې غوښتلو لارې

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, سیلن ګریټ
په وروستیو کلونو کې په ځوان کهول کې رواني ناروغۍ زیاتې شوي، ځوانو هلکانو ته د رواني ستونزو ګواښ تر نورو ډېر دی.
په ۲۰۲۳ کال کې په متحده ایالتونو کې شوې یوه څېړنه وايي، د ښځو پرتله ۴۰ سلنه نارینه د رواني ستونزو پر مهال مرسته نه غواړي.
موږ په دې اړه ډېر معلومات نه لرو چې ځوانان او زلموټي څه وخت مرسته غواړي. د اروپا د ماشومانو او ځوانانو د رواني ناروغیو ژورنال په وینا، "د ځوانانو او زلموټو ترمنځ د ځان وژنې کچ مخ په زیاتېدو دی او په منځ کې یې د رواني مرستې غوښتلو لپاره تمایلات هم کم دي."
پوښتنه دا ده چې ځوانان او زلموټي ولې د رواني ستونزو پر مهال له مرستې غوښتو ډډه کوي او ښوونځي، موروپلار او پرېکړه کوونکي په دې حالت کې څه مرسته ور سره کوای شي؟
په چوپه خوله د کړاو زغمل
د روغتیا نړیوالې ټولنې د معلوماتو له مخې، تېر کال له ۱۰ تر ۱۹ کلنۍ عمر لرونکو ځوانانو له هرو ۷ یو یې د رواني ناروغۍ له یوې بڼې کړېده.
د روغتیا نړیوالې ټولنې په وینا خپګان، خواشیني او نورې رواني ستونزې له ۱۵ څخه تر ۲۹ کلونو عمر لرونکو نارینهوو کې عامې دي او په دوی کې ځان وژنه د مړینې درېیم لوی لامل دی.
د لانسیټ رواني ناروغیو کمېسیون په وینا، ۷۵ سلنه نارینه له ۲۵ کلنۍ مخکې رواني ناروغۍ تجربه کوي، چې تر ټولو ډېرې پېښې د ۱۵کلنۍ پر مهال پېښېږي.
که څه هم ظاهرا ځینې ځوانان ښايي روغ برېښي، خو له رواني ستونزو سره مخامخ وي او د دغسې کسانو شمېر ورځ تر بلې په زیاتېدو دی. دا خلک له رواني پلوه له 'نازک پړاوه' تېرېږي.
خو پر دې سربېره هم ځوانان او زلموټي د رواني ستونزو برخه کې د شته مرستو ترلاسه کولو ته لېواله نه دي.

د عکس سرچینه، Getty Images
ارواپوه او د اسټرالیا د ځوانانو د رواني روغتیا د ملي مرکز پروفیسور پیټریک مکګوري وايي، په تېرو کابو دوه لسیزو کې په ځوانانو او پېغلو کې د رواني ناروغیو پېښې ډېرې شوې دي، خو ځوانان نسبتا د مرستې کمې غوښتنه کوي.
د دې بې پروایۍ لامل دا دی چې ځوانان هغه مهال مرسته غواړي چې په لویو ستونزو کې را ګير شي.
متخصصینو بي بي سي ته ویلي، د احساساتي ځواک او ځان بسیاینې په اړه ټولنیز نورمونه ډیری وختونه هلکان د رواني مرستې له غوښتلو څخه منع کوي. دوی وايي، مختلفو مطالعاتو ښودلې چې هلکان په دې باور دي چې د مرستې غوښتنه په حقیقت کې د کمزورۍ نښه ده.
د کاناډا د برتانوي کولمبیا پوهنتون ارواپوه ډاکټر جان وايي، که نارینهوو ته په بل ډول ملاتړ ورکړل شي، نو دا کولی شي د مسلکي او زیانمنو کسانو ترمنځ اړیکې ټینګې کړي: "په ټولنه کې په دې تړاو چې نارینه باید څه وکړي او څه ونه کړي، ډېر نظرونه شته. د بېلګې په ډول تل قوي واوسئ، په کنټرول کې واوسئ، کمزوری مه ښکاره کوئ او خپلې ستونزې پخپله حل کړئ؛ دا ټول هغه څه دي چې د ځوانانو او زلموټو پر وړاندې د ملاتړ ترلاسه کولو برخه کې خنډونه رامنځته کوي."
څنګه زړه-نازړه توب کم کړو؟
وروستۍ څېړنې ښيي چې پر ټولنیزو نورمونو او د کمزوري ښکاره کېدو له وېرې ور اخوا نور لاملونه هم شته چې له مخې یې ځوانان د رواني ستونزو پر مهال له مرستې غوښتلو ډډه کوي.
ډیری هلکان د رواني ناروغیو په نښو نښانو او دا چې څنګه ترې د خلاصون لپاره د مرستې غوښتنه وکړي، نه پوهېږي. د دې ترڅنګ ځوانان او زلموټي ډېر کله د رواني ستونزو درملونکو مرکزونو ته په تلو هم ښه احساس نه کوي.
ډېری ځوانان او زلموټي غواړي د خپلو ستونزو په اړه له خپلو ملګرو سره خبرې وکړي او په نامستقیم ډول د مرستې غوښتنه وکړي. یا په انلاین ډول په هغو پلیټ فارمونو کې د مرستې لټه کوي چې چاپېریال یې دوستانه وي او هلته د رواني ستونزو په اړه د مرستې غوښتل د کمزورۍ نه، بلکې د ځواک نښه ګڼله کېږي.
د دې عواملو په پام کې نیولو سره، ځینې کلینیکونو د رواني درملنې زوړ میتود پرېښود. د مثال په توګه، په اسټرالیا کې د اوریجن په نوم یو سازمان د ځوانانو او مېرمنو لپاره په غیر رسمي چاپیریال کې د خبرو کولو لپاره ځای جوړ کړی دی.
د اوریجن رییس ډاکټر پیټریک مکګوري وايي: "ځوانانو ته په مشورتي خونو کې ناسته ښايي په زړه پورې نه وي، شونې ده دوی یې پر ځای ګرځېدل، سنوګر یا ټینس لوبه کول خوښ کړي."
ټولنیزې رسنۍ: ملګری که دښمن؟
ټولنیزې رسنۍ دوه اړخیزه توره ده که له یوې خوا ځوانانو ته ګټور معلومات ور کوای شي، خو له بل اړخه یې د ګوښه کولو ګواښ هم ورته متوجه دی.
خو ټولنیزې رسنۍ په ټوله کې کولی شي د ځوانانو په ذهنونو کې د تش په نامه نارینهتوب په اړه زیان رسوونکي فکرونه رامنځته کړي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مومبر انسټیټوټ مشر ډاکټر سایمن رایس وايي، ډیری ځوانان اوس له نارینهوو سره خپلې اړیکې زیاتوي یا له نارینهوو اړوند نفوذ کوونکې منځپانګې ګوري.
د یادې ادارې یوې څېړنې موندلې، هغه ځوانان چې دا ډول منځپانګې ګوري، د نورو ځوانانو پرتله یې له رواني ستونزو سره د مامخېدو احتمال ډېر دی.
په هرصورت، ډاکټر رایس وايي، دا ټوله منځپانګه منفي نه ده او ټولنیزې رسنۍ کولی شي د رواني روغتیا ښه کولو کې هم مرسته وکړي:
"موږ غواړو ډاډمن شو چې کولی شو د ټولنیزو رسنیو مثبت اړخونه وکاروو چې ټولنې سره نږدې کړو، ښه روغتیا او رواني روغتیا چمتو او زیانونه کم کړو."
ښاغلی رایس وايي، د ټولنیزو رسنیو الګوریتمونه د دوی لپاره یوه ننګونه ګرځیدلې ځکه چې هغه منځپانګه چې دوی یې خپروي، وایرل کېږي او مثبته منځپانګه د دوی د الګوریتمونو له خوا پاموړ ملاتړ نه تر لاسه کوي.
د اکسفورډ پوهنتون پروفیسره مینا فضل مني چې تنکي ځوانان او د دوی والدین باید دا زده کړي چې د خواله رسنیو الګوریتمونه څنګه کار کوي. هغه د یوې څېړنې پر بنسټ وايي، تېره میاشت په خواله رسنیو کې درېیمه برخه ځوانانو زیان رسوونکې منځپانګې لیدلې دي.
خو اغلې فضل زیاتوي، یوازې ټولنیزې رسنۍ د دې ستونزو لپاره ملامتې نه دي، بلکې د دغه ډول پوښتنو ځوابونه باید په ټولنه کې په پېښېدونکو بدلونو کې هم وکتل شي:
"کورنۍ او ټولنیز جوړښتونه په ډراماتیک ډول بدلېږي او ټولنیزې رسنۍ د ډیری ځوانانو لپاره د ملاتړ سرچینه کېدای شي."

د عکس سرچینه، Getty Images
یوازیتوب
تر ټولو لویه ننګونه چې هلکان ورسره مخامخ دي، هغه یوازیتوب دی.
د ګيلپ بنسټ د یوې سروې چې په تېره مې میاشت کې یې خپره کړې، وايي، د امریکا په متحده ایالتونو کې له ۱۵ څخه تر ۳۵ کلونو پورې عمر لرونکو ۲۵ سلنه نارینهوو احساس کاوه چې دوی د خپلې ورځې یوه مهمه برخه یوازې تېره کړې ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
ډاکټر پیټریک وايي، داسې ښکاري چې یوازیتوب او د هدف نشتوالی د ځوانانو لپاره د اضطراب ترټولو لوی لاملونه دي.
متخصصین وايي، هلکانو ته باید د ملګرو جوړولو او په ښکاره ډول د خبرو کولو لپاره خوندي چاپېریال برابر شي. د دوی په وینا، دا چاره باید نه یوازې د درملنې په غونډو کې، بلکې په ورځني ژوند کې هم پلې شي.
د دوی په وینا، د لارښوونې پروګرامونه او د ملاتړ ډلې کولی شي دا تشه ډکه کړي او پر دې مسلو په ټولګیو کې هم خبرې اترې کېدای شي.
د ښوونځیو رول
پروفیسره مینا فضل وايي، اصلي مسله دا ده چې ځوانان د ستونزو پر مهال د مرستې غوښتنې ته لېوالتیا وښيي، مهمه نه ده چې دا مرسته په ښوونځي کې ورسره کېږي او که په کوم بل ټولنیز ځای کې.

د عکس سرچینه، Getty Images
پروفیسره مینا فضل وايي، ښوونځي باید بیا جوړ شي.
"په نړۍ کې ډیری ماشومان ښوونځي ته لاسرسی لري. شاید دا هغه ځای وي چې موږ پکې یوازې د ماشومانو د زده کړې په اړه فکر نه کوو، بلکې د لویانو په ځانګړې توګه د هلکانو لپاره د پرمختګ وسیله یې هم ګرځوو."











