بریتانیا کې ډاکټران د الزایمر یا د هېرېدو ناروغۍ د درملنې لپاره څېړنې کوي

ایا د الزایمر ناروغۍ درملنه یو ناممکن چلنج دی، که موږ کولی شو دې هدف ته ورسېږو؟ زه د دې پوښتنې د ځواب لپاره وربلل شوی یم چې د عقلي زوال (ډېمنشیا) د څېړنو په تر ټولو پرمختللي پړاو کې د مغزو جراحي له نږدې وګورم.

د اډېنبرا شاهي روغتون د عملیاتو په خونه کې چې ډاکټرانو د جراحۍ جامې اغوستي، شاته یې ولاړ یم. په خونه کې شاوخوا ۱۲ کسان په ډېر دقت کار کوي. د طبي ماشینونو پرله‌پسې حرکتونه او کار، د ارامۍ یو ځانګړی احساس خپروي.

ناروغ بې‌هوښه شوی او د عملیاتو پر مېز دی. د سر له پاسه په لويو سکرینونو کې د هغه د مغزو د MRI انځور ښکاري. د تومور لوی، روښانه سپین داغ سمدستي لیدل کېږي. سرطان لومړی د هغه په کولمو کې پیل شوی و او بیا د مغزو ژورو برخو ته رسیدلی و.

د مغزو د جراحۍ استاد پروفېسر پال برېنن راته وايي:

"دا د مغزو پر سطحه نه دی، نو موږ باید د مغزو په قشر (کورټېکس) کې سوری جوړ کړو؛ سوری باید تر ټولو کوچني وي، خو دومره لوی هم وي چې تر توموره ورسېږو."

کورټېکس د مغزو بهرنۍ طبقه ده چې د ژبې، حافظې او فکر کولو له دندو سره تړاو لري. د مغزو دننه برخې نرمې دي، خو کورټېکس باید پرې کړل شي.

پروفېسر برېنن د جراحۍ برمه کاروي تر څو د کاسې هډوکي یوه ټوټه لرې کړي. څرګند شوی مغز ګلابي رنګ لري، له وینې ډک ښکاري او د زړه د ضربان سره ورو، ورو خوځېږي.

زما تر څنګ ډاکټره کلېر ډېورنټ ولاړه ده چې د اډېنبرګ پوهنتون د الزایمر ناروغۍ څېړونکې ده.

هغې د یخ، مصنوعي مغزي-نخاعي مایع یو لوښی په لاس کې نیولی دی؛ دا مایع د هغه طبیعي مایع تقلید کوي چې مغز او شوکي مزی پرې لامبو وهي.

په ډېری مغزي جراحیو کې، هغه برخه چې د کورټېکس څخه لرې کېږي، طبي کثافات ګڼل کېږي او غورځول کېږي. خو اډېنبرا د نړۍ له هغو څو محدودو مرکزونو دی چې دا برخه د اجازې په اخیستلو سره د عقلي زوال د څېړنو لپاره راټولوي.

پروفېسر برېنن د مغزو یوه ټوټه چې اندازه یې د زما د ګوتې د نوک هومره ده، په لوښي کې ږدي، تر څو ژوندۍ وساتل شي.

له مننې وروسته، موږ خپلې جامې بدلوو او د ښار بلې غاړې پوهنتون ته روانېږو.

د موټر په شاته څوکۍ کې ناڅاپه دا خبره راته ذهن ته راځي چې همدا د مغزو ټوټه، یوازې څو دقیقې وړاندې، د یوه سړي د فکرونو او د هغې جراحۍ د وېرې برخه وه چې هغه ورسره مخ کېده.

ډاکټره ډېورنټ راته وايي:

"هر وخت مې دې ته پام وي، هغه څه چې موږ یې ترلاسه کوو، یوه ډېر ارزښتناک ډالۍ ده او دا کار غالباً د هغه کس د ژوند په تر ټولو بده ورځ ترسره کېږي."

د هغې لابراتوار د نړۍ له هغو څو محدودو مرکزونو دی چې د ژوندي، بالغ انسان د مغزو پر نسج کار کوي، تر څو د عقللي زوال (ډېمنشیا) او نورو ناروغیو په اړه ښه پوهه ترلاسه کړي.

هغې وویل:

"د همدې تخنیکونو په پراختیا سره موږ هیله لرو چې داسې یوې نړۍ ته ورسېږو چې له ګڼو بېلابېلو، وېروونکو عصبي ناروغیو پاکه وي."

اوس مهال په بریتانیا کې شاوخوا یو میلیون کسان د عقلي زوال په یو نه یو ډول ناروغۍ اخته دي چې تر ټولو عام ډول یې الزایمر دی.

خو پوښتنه دا ده: ایا کوم وخت به د الزایمر درمنله شونې شي؟

دا هغه پوښتنه ده چې مخترع جېمز ډایسن مطرح کړې، هغه چې د کرسمس له بلې ورځې (Boxing Day) په مناسبت د بي‌بي‌سي راډیو ۴ د Today خپرونې مېلمه سمونګر (Guest Editor) دی.

د ډاکټرې ډېورنټ د لابراتوار ډله هڅه کوي چې د الزایمر ناروغۍ د بنسټیزې بیولوژۍ په درک کولو سره همدې پوښتنې ته ځواب ومومي.

لا هم مهمې ناپېژندل شوې برخې شته؛ تر اوسه داسې وروستی او قاطع وضاحت نه‌شته چې ولې د عصبي حجرو ترمنځ اړیکې چې "سیناپسونه" بلل کېږي، د الزایمر په ناروغۍ کې له منځه ځي.

په لابراتوار کې هغه څلور ساینسپوهان چې د مغزو نسج چمتو کوي، په بشپړې همغږۍ کار کوي، لکه د موټرو د سیالیو د چټک ترمیم ټیم (پټ‌سټاپ ټیم). دا کار له موضوع سره بشپړ سمون لري، ځکه دا څېړنه د "Race Against Dementia" خیریه بنسټ له خوا تمویلېږي، هغه بنسټ چې د فارمولا ون نامتو چلوونکي جکي سټوارټ جوړ کړی دی.

لومړی، د مغزو نمونه په ځانګړې لوښي کې ځای پر ځای کېږي. وروسته بیا دا نمونې له لسو تر ۲۰ پورې ټوټې، ټوټې کېږي او بیا په ځانګړو انکیوبېټرونو کې ساتل کېږي، ترڅو نسج ژوندی وساتل شي.

وروسته دا د مغزو ټوټې هغو زهري پروټینونو ته ورنږدې کوي چې "امیلوېډ" او "تاو" بلل کېږي؛ دا هماغه پروټینونه دي چې د الزایمر ناروغانو په مغزو کې راټولېږي. دا کار ساینسپوهانو ته اجازه ورکوي چې د سیناپسونو ویجاړېدل په خپلو سترګو وویني او دا هم وارزوي چې ایا د دې بهیر د درولو کومه لاره شته که‌نه.

تر دې دمه، هر هغه څه چې ډاکټره ډېورنټ یې ویني، هغې ته دا باور ورکوي چې د الزایمر درملنه یو ناممکن چلنج نه دی.

د "Race Against Dementia" د ډایسن فیلو وايي: "هغه شواهد چې دا مهال زموږ په لاس کې دي، ښيي چې دا یوه ناروغي ده او موږ له تېرو تجربو پوهېږو چې ناروغۍ درملنه لرلی شي. کېدی شي یوه ورځ داسې شواهد وموندل شي چې الزایمر په خپله د انسان د وجود یوه نه بېلېدونکې برخه ده خو دا مهال زه داسې څه نه‌ وینم."

هغه زیاتوي: "زما لپاره تر اوسه د الزایمر د څېړنو په برخه کې دومره ډېرې هېلې نه‌شته خو زه رښتیا هم هیله لرم چې په خپل ژوند کې به په کې معنا لرونکی بدلون ووینو."

د الزایمر نوې درملنې

دوو درملو ته هیلې شته چې دغه درمل "لېکانېماب" او "ډونانېماب" نومېږي او د الزایمر ناروغۍ د پرمختګ چټکتیا ورو کوي یعنې د ددې ناروغۍ د پرمختګ مخه نیسي.

دا درمل له علمي پلوه یوه مهمه لاسته‌راوړنه بلل کېږي خو د ناروغانو په عملي ژوند کې یې اغېز د ځینو له نظره دومره کم دی چې په اسانۍ نه احساسېږي. له همدې امله، تر اوسه له دغو دواړو درملو څخه هېڅ یو هم د بریتانیا د ملي روغتیايي خدمت (NHS) له خوا نه تمویلېږي.

خو د اډېنبرګ پوهنتون د "Discovery Brain Science" مرکز مشره پروفېسره تارا سپایرز-جونز باور لري چې دغو دوو درملو "په رښتیا د الزایمر د حل لارې موندلو دروازه پرانیستې ده."

هغه په خپل لابراتوار کې تیاتري پرده لري. دا پرده د بهرنۍ رڼا مخه نیسي، ترڅو هغه وکولی شي له یوه ډېر حساس کنفوکال مایکروسکوپ سره کار وکړي؛ داسې مایکروسکوپ چې د لېزر وړانګو په وسیله د مغزو نمونې روښانوي.

هغه د الزایمر په ناروغۍ کې د ستوري‌شکل معافیتي حجرو چې "اېسټروساېټس" بلل کېږي، رول څېړي.

دا کار د دې مخ پر زیاتېدونکي درک برخه ده چې ښايي د الزایمر ناروغۍ مقابله باید له څو بېلابېلو لارو وشي.

لېکانېماب او ډونانېماب دواړه هغه زهري، نښلېدونکی پروټین په نښه کوي چې "امیلوېډ" نومېږي. په ورته وخت کې، د هغو درملو کلینیکي ازموینې روانې دي چې بل پروټین "تاو" په نښه کوي.

سربېره پر دې، د معافیتي سیستم اهمیت، التهاب، د وینې د رګونو روغتیا او دا چې جینونه او چاپېریال څنګه یو له بل سره یوځای اغېز کوي، ټول د الزایمر د ښه درک سبب ګرځي.

پروفېسره سپایرز-جونز باور لري چې درې مهم پړاوونه به وي:

په لنډ مهال کې، داسې درمل چې د ناروغۍ پرمختګ په مانا لرونکې توګه ورو کړي یا یې ودروي؛ هغه وسایل چې په بشپړه توګه د عقلي زوال (ډېمنشیا) مخنیوی وکړي؛ او په اوږد مهال کې، د هغو کسانو لپاره د درملنې یوه لاره چې لا یې نښې ښکاره شوې وي. هغې وویل، دا به تر ټولو ستونزمنه برخه وي.

هغې زیاته کړه، لا هم له پنځو تر لسو کلونو واټن شته تر څو داسې درمل ولرو چې "په رښتیا د ژوند بڼه بدله کړي" او دا پړاو به راورسي چې که ناروغي پر وخت معلومه کړی شي، موږ وکولی شو "ستاسو ژوند بېرته عادي حالت ته راوګرځوو" او د ناروغۍ بهیر ودروو.

خو سره له دې خوشبینۍ، لا هم پراخو څېړنو او کلینیکي ازموینو ته اړتیا ده تر څو دا ثابته شي چې د الزایمر درملنه ممکنه ده.