شعلې فلم ۵۰ کاله وروسته بیا پر سینما خو له نوي وروستي جنګ سره

په انځور کې د شولې دوه مخکښان امیتاب بچن (ښي) او درمیندر (کیڼ) ښودل شوي چې جاکټونه یې اغوستي او په خبرو اترو بوخت دي.

د عکس سرچینه، Sippy Films

د عکس تشریح،

پنځوس کاله وروسته له هغه چې د هندي سینما یو له تر ټولو وتلو فلمونو، شعلې لومړی ځل د سینما پر پردې نندارې ته وړاندې شو، اوس یې اصلي بڼه په ایټالیا کې د فلمونو په یوه فستیوال کې خپره شوه.

کله چې په ۱۹۷۵ کال کې رامش سپپي دا فلم جوړ کړ، د کلکو نیوکو له امله اړ شو د فلم وروستۍ برخه د ډېرو ستونزو له ګاللو سره بدله کړي. خو د جمعې په ورځ یې زوی په ایټالیا کې د یل سینما رتروواتو په فستیوال کې هغه صحنې نندارې ته وړاندې کړې چې له فلمه اېستل شوې وې.

تر ټولو مهمه دا چې فلم هغسې پای نه مومي چې په تېرو پنځوسو کلونو کې و او د فلم بدماش پولیسو ته ژوندی سپارل کېږي.‌

دا فلم د لیکوال سلیم جاوېد په قلم لیکل شوی او د هندي سینما د وخت تر ټولو مشهورو لوبغاړو لکه امیتابچن، دهرمندر، هېماملاني، جایا بهادري، سنجیو کومار او نه هېرېدونکي امجد خان د فلم د بدماش، ګببر سنګ په رول کې په کې لوبېدلی دی.

سربېره پر دې چې دې فلم له لوېدیځې سینما او د جنګیالیتوب له کلاسیک بڼې چې سامیورای هم بلل کېږي الهام اخیستی، خو په بې ساري ډول یې خپل هندي-توب ساتلی دی.

د فلم کیسه، پای او نوی پای

دا ۲۰۴ دقیقې فلم په کلاسیک ډول د ښه او بد ترمنځ جګړې پر افسانوي داستان ولاړ دی چې وقایع یې په خیالي رامګر کلي کې پېښېږي. دوه د ټیټې کچې مجرمین جې او ویرو ( امیتابچن او دهرمندر) د زندان د یوه پخواني قومندان ټاکور بالدیو سنګ له خوا ګومارل کېږي چې بېرحمه داړه مار ګببر سنګ له مینځه یوسي.

په داسې حال کې چې فلم د ښه او بد ترمنځ د جګړې پر مرکزیت څرخي، په کې د یوې ناکامې مینې کیسه هم له یوې تر بلې صحنې څو شېبې د کتونکي ذهن ته د ډرامې او تاوتریخوالي په مینځ کې له تلوسې ډک سکون ورکوي.

له ډېرو نښتو او اخ و ډبه وروسته، د جې او ویرو په مرسته ټاکور چې دواړه لاسونه یې یو مهال ګببر سنګ پرې کړي‌ وي، په دې توانېږي چې هغه تر خپلو پښو لاندې واچوي او په وژلو یې خپل غچ واخلي. خو په همدې صحنه کې پولیس ور رسېږي او دی نه پرېږدي چې په اصطلاح قانون په خپل لاس کې واخلي او مجرم ووژني.‌

په اصلي نسخه کې داسې نه ول. بلکې د فلم په پای کې ټاکور ګببرسنګ وژني.‌

خو د فلمونو د سانسور ډلې له خوا پرې نیوکه شوې وه چې یوهّ پخواني پولیس افسر ته نه ښايي چې د قانون ولکه خپله کړي.‌ په فلم کې یې تاوتریخوالی هم له حده زیاد بللی و.

 دا انځور د شولي فلم د یوې عکس دی او یو ږیره لرونکی سړی ښیي چې د بل سړي په سر باندې ټوپک نیولی دی.

د عکس سرچینه، Sippy Films

د عکس تشریح،

سپپي ډېرې ناکامې هڅې وکړې خو پایله کې اړ شو د فلم پای یا وروستی جنګ له سره جوړ کړي.‌ د فلم جوړولو ډله او لوبغاړي یې یو ځل بیا د هند سوېل راماناګرام ته بوتلل او هماغو ډبرینو غونډیو کې یې د فلم پای له سره ثبت کړ. دا ځل ګببرسنګ پولیس نیسي او د ټاکور په لاس نه وژل کېږي. فلم په لږ شانې نرم چلند پای مومي.

شولې او شهرت یې

کله چې شولې فلم لومړی ځل خپور شو، په ممبی کې پنځه پرلپسې کلونه په منېروا تیاتر کې چې ۱۵۰۰ څوکۍ یې لرلې خپرېده. د معبرو بنسټونو له خوا یو له ټر ټولو ډېرو کتل شویو فلمونو ونومول شو.

د شعلې فلم ډیالوګونه تر ننه په هند او ټولې نړۍ کې په جدي او ټوکمار ډول په عادي ژوند او په خوښیو او محفلونو کې ویل کېږي.‌

امیتابچن وايي، د دې فلم ډکول ورته نه هېرېدونکی دی خو هغه مهال نه پوهېده چې داسې تلپاتی فلم به شي.

په ۲۰۲۲ کال کې د رامېش سپپي زوی شهزاد سپپي د ممبی او بریتانیا د فلمونو ساتلو ادارو په مرسته د خپل پلار د فلم ناخپرې شوې صحنې ترلاسه کړې.

د شولې فلم یوه عکس کې سړي په سیلویټ انځورونو کې وسلې چلوي او په اسونو سپاره دي، او د دوړو سپین فلم شاته پریږدي.

د عکس سرچینه، Sippy Films

د عکس تشریح،
د شولې فلم یوه عکس کې یوه ښځه په دودیز هندي لباس کې او یو سړی د هغې په مخ کې ښکاري، چې په یوه تفریحي موټر کې سپور دی.

د عکس سرچینه، Sippy Films

د عکس تشریح،

دا چې اصلي فلم په ۷۰ او همدارنګه په ۳۵ میلي متره پخوانۍ سینمایي کمره کې اخیستل شوی و، ډېر ستړی کار یې پر غاړه واخیست چې د فلم اصلي‌ بڼه خپرېدو ته چمتو کړي‌ او ور اضافه یې کړي.

ممبۍ د مینروا تیاتر بهر د قطار یوه سیپیا رنګه انځور چیرې چې شولي له پنځو کلونو څخه ډیر وخت لپاره خپور شو.

د عکس سرچینه، Sippy Films

د عکس تشریح، ممبۍ د مینروا تیاتر بهر د خلکو کتارونه

دې پوښتنې ته چې شعلې فلم ولې تراوسه هم مینه والر لري، امیتابچن په یوې مرکې کې یو ساده خو له مفهومه ډک ځواب ورکړی دی.

بچن وايي " پر بدۍ د ښېګڼې بریا… او تر ټولو مهم، په درې ساعتونو کې شاعرانه عدالت ته به، زه او ته په خپل ټول ژوند کې لاسرسی ونه مومو."