د فرانسې او بريتانيا تر منځ د کډوالو کښتۍ ډوبېدو له کبله شپږ افغانان مړه شوي

د فرانسې او بريتانيا تر منځ په انګرېز تنګي کې د کډوالو يوې کښتۍ د ډوبېدو له امله شپږ افغانان مړه شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس د دغه هېواد د ساحلي ادارې يوې وياندې پريمر له خولې وايي، له پنځو تر لسو تنو نور ورک دي.

د بريتانيا او فرانسې ساحل ساتونکو له کښتۍ شاوخوا ۵۰ تنه ژغورلي هم دي.

د بريتانيا په ډوور کې يو شمېر کسان ليدل شوي چې په تسکرو کې خلک لېږدوي خو د ټپيانو د حالت او شمېر په اړه کره معلومات نه دي‌ راغلي.

د شنبې پر سهار له سميې تېرېدونکې کښتۍ خبرداری ورکړی و، يوه کښتۍ چې ډېر کسان په کې سپاره دي، له ستونزو سره مخ ده.

کله چې د فرانسې ژغورونکې ډله سيمې ته ورسېده، هلته یو شمېر خلک په اوبو کې وو.

يوې رضاکارې توريل چې د ژغورنې له کښتۍ سره مله وه، رويټرز خبري اژانس ته ويلي، په کښتۍ کې ګڼ کسان سپاره وو.

د فرانسې خبري اژانس د فرانسې د ساحلي ښار بولون د لوی څارنوال مرستیال فېلېپ سباټایر له قوله راپور ورکړی، چې وژل شوي شپږ تنه افغانان وو، چې ګومان کېږي عمرونه يې د ۳۰ کلونو شاوخوا وو.

د ژغورنې ډله وايي، دا په روانه اوونۍ کې اووم ځل دی چې دوی له اوبو کډوال ژغورلي دي.

د کډوالو د شورا اجرائيوي‌ مشر انور سليمان د ژغورونکو له هڅو مننه وکړه خو د بريتانيا له حکومت یې وغوښتل چې د "منظم او انساني پناه غوښتنې سيستم جوړولو لپاره کار وکړي."

انګرېز تنګی په نړۍ کې يو له خورا خطرناکو او بوختو لار دی، چې هره ورځ ترې ۶۰۰ ټانکرونه او ۲۰۰ بېړۍ تېرېږي.

د بريتانيا حکومت د کورنيو چارو له وزارت څخه د پېښې په اړه د معلوماتو غوښتنه شوې. د کورنيو چارو وزيرې سويلا برېومن دا د "ژوند غميزه" بللې ده.

د بریتانیا پارلمان کې د ډوور سیمې استازې نټلي ايليفک ويلي "دا پېښه په ډاګه کوي چې د فرانسې په ساحل کې د ګډو ګزمو اړتيا ده او د مرګ دې نه زغمونکو جالونو مخه بايد د فرانسوي چارواکو له خوا په پيل کې د فرانسې په ساحل کې ونيول شي."

پر ټوېټر پاڼه د بريتانيا د مخالف ګوند د ګډوالو وزير سټېفن دا "يوه ټکان ورکوونکې تراژيدي" بللې ده.

د بريتانيا د حکومت د رسمي‌شمېرو له مخې په تېرو دوو ورځو کې له ۱۰۰۰ زياتو کسانو د انګرېز تنګي له لارې دې هېواد ته سفر کړی دی.