د 'تحریک جهاد پاکستان' ډلې په اړه څومره پوهېږئ؟

    • Author, عزیز الله خان
    • دنده, بي بي سي اردو، پېښور

د میانوالې پر هوايي اډه برید

دا لومړی ځل نه دی چې په وروستیو کې د تحریک طالبان پاکستان یا (اسلامي دولت) نومې ډلې پر ځای یوه نوې وسله والې ډلې (تحریک جهاد پاکستان) د برید مسؤلیت منلی دی.

په تېره نومبر میاشت کې هم د همدې ډلې نوم د پاکسان د میانوالې په هوايي اډه د وسله والو په برید کې مخې ته راغی چې پکې درې الوتکې زیانمنې شوې وې.

ترې وړاندې، په مې میاشت کې هم همدې ډلې د پاکستان بلوچستان ایالت په مسلم باغ سیمه کې د اېف سي پر کمپ د برید پړه منلې وه.‌

دا هغه ډله ده چې تر دې مهاله یې په اړه د پاکستاني طالبانو ناقانونه ګرځول شوي تحریک مشران په اړه نه پوهېدل او یا یې په اړه له څه ویلو ډډه کوله.

ډېری شنونکي دا یوه مرموزه ډله ګڼي او پر دې باور دي چې د دې سازمان ویندویان د تازه برید مسؤلیت مني، خو د دې ډلې د څرنګوالي په اړه څه نه وايي.

دغې ډلې وړاندې په چمن، بولان، د سوات په کبل او لکي مروت کې د بریدونو مسؤلیت منلی دی، خو لږ تر لږه دوه داسې بریدونه شوي چې په کې د دې ډلې د لاس لرلو هېڅ ثبوت نه دی موندل شوی.

دا ډله کله او څنګه رامنځته شوه؟

د دغې ډلې نوم څو میاشتې وړاندې هغه مهال په ډاګه شو، چې په لومړي ځل یې د بلوچستان ایالت په چمن ښار کې پر امنیتي ځواکونو د برید پړه پر غاړه واخیسته.

مشر خبریال او د خراسان ډایري خبرونو مسوول احسان الله ټیپو بي بي سي ته وویل، د روان کال په فبرورۍ میاشت کې یې په ټیلیفون یو پیغام ترلاسه کړ چې د یوه اروپايي هېواد له شمېرې ښکارېده.

"ټیلیفون کوونکي خپل نوم ملا محمد قاسم یاد کړ او وویل هغه د "تحریک جهاد پاکستان" په نوم یوه ډله جوړه کړې وه، خو د دې ډلې په اړه یې نور جزئیات ورنه کړل.

هغه وويل دوه ورځې وروسته يې په موبايل يو پيغام راغى چې پکې ويل شوي وو، دبلوچستان په سرحدي ښار چمن کې د امنيتي ځواکونو پر کارکوونکو د شوي بريد مسؤلیت يې د خپلې ‌ډلې په استازيتوب منلی دی.

شنونکي عبدالسید، چې په پاکستان، افغانستان او منځنۍ اسیا کې یې د افراطیت او اړوندو مسلو په اړه پراخې څېړنې کړې دي، بي بي سي ته وویل، تحریک جهاد پاکستان لا هم یوه له رازه پټه ډله ده چې د مشرتابه، غړو او یا شتون په اړه یې هېڅ ثبوت نشته.

د دې ډلې جوړېدل د لنډو متني پیغامونو له لارې اعلان شول چې ځینو خبریالانو ته لېږل شوي وو او ټولنیزو رسنیو یا یو شمېر خبریالانو ته استول شوي متني پیغامونو کې د ترهګریزو بریدونو پړه پر غاړه اخیستې وه.

تر اوسه د دې ډلې د مشر او وياندانو نومونه په ډاګه شوي، خو د هغوى د پخواني او اصلي څېرې په اړه کره شواهد نشته.

د دغه سازمان وياند خپل نوم ملا محمد قاسم یادوي، چې د خبريالانو له غوښتنې او هڅو سره سره يې له چا سره خبرې نه دي کړې او يوازې ليکلي پيغامونه يې استولي دي.

د بریدونو په مسؤلیت کې څومره حقیقت، څومره ابهام؟

په پاکستان کې تر دې دمه اوه داسې بریدونه شوي چې پړه یې د دغې ډلې ویاند منلې ده. له دغو بریدونو څخه دوه یې په هغو کې د دې ډلې د لاس لرلو په اړه شواهد نه دي ترلاسه شوي.

یو د روان کال په مارچ میاشت کې په بولان کې د پولیسو یوه موټر ته څېرمه برید شوی و، چې د یوه ملکي په ګډون نهه افسران په کې ووژل شول. تحریک جهاد پاکستان د برید ومنله، خو نور جزییات یې نه دي ورکړي.

له هغه وروسته (اسلامي دولت) نومې "داعش" په خپله وېب پاڼه (اعماق) کې د دغه برید د جزئیاتو په خپرولو سره د دغه برید مسؤلیت پر غاړه واخیست.

په ورته مهال، د اپریل په میاشت کې د خیبر پښتونخوا د سوات د ترهګرۍ ضد د پولیسو په یوه مرکز کې چاودنې وشوې چې په ترڅ کې یې ۱۷ کسان ووژل شول.

تحریک جهاد پاکستان هم د یوه پیغام له لارې د برید پړه پر غاړه اخیستې وه، خو وروسته پلټنو څرګنده کړه، چې چاودنې د پولیسو په مرکز کې دننه د چاودېدونکو توکو له امله شوي او داسې شواهد نشته، چې بریدګر له بهر څخه راغلی و.

دغه راز د اپریل په میاشت کې هم د خیبر پښتونخوا په لکی مروت ضلع کې پر یو کالج برید شوی و چې پکې عصري وسلې کارول شوې وې. د دغه برید مسؤلیت هم د تحریک جهاد پاکستان ویاند ملا محمد قاسم منلی و او ویلي یې وو چې دا برید د دوی د قومندان ابو ذر له خوا شوی دی.

د دې ډلې په اړه د پاکستاني طالبانو نظر څه دی؟

په دې اړه په رسمي کچه بشپړه چوپتیا ده. څو مياشتې وړاندې هم کله چې په دې اړه د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې رياست له مسوولينو سره اړيکه ونيول شوه، هغوى په دې اړه څه ونه ويل.

رسمي سرچينو ويلي دي امکان شته چې دا ډله له ناقانونه ګرځول شوې تحريک طالبان پاکستان ډلې يا القاعده سره تړاو ولري. سرچينې زياته کړې چې تر اوسه نه دي ويل شوي چې په دې ډله کې څوک دي.

د تحريک طالبان پاکستان وياند محمد خراساني هم ويلي دي چې د دې ډلې په اړه هېڅ معلومات نه لري او پخپله د دې ډلې له غړو سره د تماس نيولو هڅه کوي.

په دې اړه خالد سربکف مهمند چې ځان يې د ټي ټي پي د ژوب د سيمې يو چارواکى پېژندلى، بي بي سي ته وويل، چې داسې کومه ډله نه شته، بلکې يوازې د ټولنيزو رسنيو (فيسبوک) تر کچې يې حضور اعلان شوی.

هغه وويل، که يوه ډله وي، چارواکي، مشر، تنظيمي جوړښت به يې درلود، يوازې د بريدونو مسؤليت پر غاړه اخيستل ډله نه جوړوي.