د روسيې او اوکرايين جګړه: د روان تاوتريخوالي په منځ کې د سولې څه فرصت شته او که نه؟

Treated image: Ukrainian President Volodymyr Zelensky, US President-elect Donald Trump, Russia's President Vladimir Putin

د عکس سرچینه، Getty

د عکس تشریح، د دې احتمال شته چې د امریکا ټاکل شوی ولسمشر ډونلډ ټرمپ د خپلې دورې له پيلېدو سره سم د اوکرايين او روسیې ترمنځ مذاکرات پيل کړي.

د امریکا ټاکل شوي ولسمشر ډونلډ ټرمپ ژمنه کړې وه، چې "په یکي یوه ورځ" کې به د اوکرايين جګړه پای ته ورسوي. خو په داسې حال کې چې په لومړۍ کرښه کې جګړه په شدت روانه ده او اوکرايين د 'اټاکمس' تاکتیکي توغندیو او پرسونل ضد ماینونو کارولو اجازه هم ترلاسه کړې؛ نو په داسې یوه حالت کې تر کومه بریده د دواړو ښکېلو لوریو تر منځ د سولې د یوه بېړني تړون امکان شته؟

په روانه جګړه کې تاوتريخوالی وروسته له هغه نور هم زیات شو چې د تېرې پنجشنبې په ورځ کيېف وویل چې روسیې پر اوکرايين د لویو وچو تر منځ وېشتل کېدونکی توغندی یا (ICBM) کارولی دی. که څه هم روسيې دا خبر رد کړی، خو که تائيد یې کړي، نو دا به په جګړه کې د دا ډول وسلو په کارولو سره لومړی برید وي.

ډونلډ ټرمپ د خپل ټاکنیز کمپاین پر مهال دا نه ده روښانه کړې چې څنګه به دغه جګړه پای ته رسوي؟ خو ډېری شنونکي پر دې باور دي چې د روان تاوتريخوالي د ختمولو پر پلان کار روان دی.

کیېف انګېري چې د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر به د خپلې دورې په پیل کې د اوکرايين او روسیې ترمنځ د مذاکراتو پیلولو هڅه وکړي. د اوکرايين ولسمشر ولودیمیر زېلينسکي په ۲۰۲۵ کې له "ديپلوماتیکو لارو" د جګړې د پای ته رسولو اراده څرګنده کړې وه.

خو د دغو څرګندونو معنا څه ده؟ له دا ډول خبرو اترو د څه وړ پایلې تمه کېدای شي او د جګړې ۱۲۰۰ کیلومتره کرښې په اوږدو کې هره ورځ څه پېښېږي چې ښايي احتمالي جوړجاړی اغېزمن کړي؟

د جګړې پر لومړۍ کرښه خوځښتونه؛ روسي ځواکونه مخ پر وړاندې روان دي

روسي ځواکونه د اوکرایین په ختیځ دونباس سیمه کې د پرمختګ په حال کې دي، همدا راز په شمال ختیځ کې د خارکیېف په کوپیانسک سيمه او د ژاپوريژیا ښار پر لور روان دي چې په جنوب ختیځ کې مهم او لوی سيمه‌ييز مرکز بلل کېږي.

په تېره اکتوبر میاشت کې روسیې د اوکرايين اضافه ۵۰۰ مربع کیلومتره (۲۰۰ مربع میله) خاوره لاندې کړه، چې د ۲۰۲۲ کال له مارچ راهیسې تر ټولو مهم پرمختګ دی. د ولسمشر زېلينسکي په وینا، اوس روسیې د اوکرايين ۲۷ سلنه خاوره اشغال کړې ده. په دې کې کریمیا او د دغه هېواد ختیځې برخې هم شاملې دي چې په ۲۰۱۴ کې روسیې ولکه کړې وې.

د راپورونو له مخې، مسکو له شمالي کوریا د پوځيانو په استخدامولو سره د روسیې په کرسک سیمه کې د ډله‌ییز ځوابي برید لپاره پر تیاري لګیا دی. اوکرايين په تېره اګست میاشت کې د پولې په اوږدو کې په یوه ناڅاپي برید کې د دې سیمې یوه برخه ونیوله او د دې لپاره یې ساتلې چې د سولې احتمالي خبرو پر مهال یې د فشار یا معاملې په ترڅ کې د ځان په ګټه وکارولی شي.

ډېرو شنونکو او پوځي استازو بي‌بي‌سي ته ویلي چې کرېملين د اوربند په اړه خبرو لپاره غواړي چې په چټکۍ سره د اوکرايين لا ډېره خاوره لاندې کړي او تر هغه چې د ۲۰۲۵ په جنورۍ کې د ډونلډ ټرمپ د لوړې مراسمو وخت را رسېږي، دوی به خپل دغه هدف ته ځان رسولی وي.

داسې باور شته چې ولسمشر پوتین غواړي چې د دونیڅک او لوهانسک سیمو تر پولو ورسېږي او یا هم د زاپوریژیا په څېر یوه بله مرکزي سیمه هم ونیسي.

اټاکمس توغندي او ځمکني ماینونه به د جګړې لوری بدل کړي؟

د امریکا مخکېني ولسمشر جوبایډن په مشرۍ د متحده ایالاتو د بهرنۍ ادارې پرېکړه جګړې ته نوی لوری او بدلون ورکولای شي چې پر بنسټ یې اوکرايين ته اجازه ورکړل شوې، چې پر روسیې د متحده ایالاتو لخوا ورکړل شوي اټاکمس تاکتیکي توغندي وکاروي.

اوکرایین ته د جګړې په پيل کې د اټاکمس توغندیز سيسټم ورکړل شوی و چې په کریمیا او د اوکرايين په ختيځ کې یې د بریدونو په ترڅ کې وکارولی شي. دا دواړه هغه سیمې دي چې په نړيواله کچه د اوکرايين د رسمي سيمو په توګه پېژندل کېږي، خو اوس د روسيې تر اشغال لاندې دي.

د دې اوونۍ په پیل کې ولسمشر جو بایډن کیېف ته اجازه ورکړه چې د روسیې پر خاوره هم د متحده ایالاتو ورکړي توغندي وکاروي. دا هغه ګام دی چې مسکو جګړې ته شدت ورکول او "پر اور د تېلو اچول" بللي دي.

شنونکي پر دې باور دي چې تر ۳۰۰ کيلومتره اوږده واټن کې هدف په نښه کوونکي اټاکمس توغندي به اوکرايين ته په جګړه کې یوه تکیه یا مهلت ورکړي، خو په لویه کې پرې وضعیت د ځان په ګټه نه شي راڅرخولی. دوی وايي، روسیه دې احتمال ته چمتوالی نیسي چې اوکرايين ته د تاکتیکي توغندیو د کارولو اجازه ورکړل شي او ښايي د دې وخت هم ومومي چې خپل ځينې تاسیسات له پولې لېرې ځای پر ځای کړي.

د اوکرایین له لوري چې د کوم لومړني اټاکمس توغنديز برید په اړه رپوټ ورکړل شوی، باور کېږي چې هغه د روسیې په خاوره کې ۱۰۰ کیلومتره دننه د وسلو یوه زېرمه په نښه کړې ده.

امریکا همداراز اوکرايين ته د پرسونل ضد ماینونو د ورکولو پرېکړه هم کړې ده، خو شرط یې دا ایښی چې دغه بمونه به د اوکرايين په خاوره کې دننه د ملکي وګړو له مېشت‌ ځايونو لېرې کارول کېږي.

روسیه بیا په دې جګړه کې له خپلو پرسونل ضد ماینونو کار اخلي.

اوکرايين ته چې کوم ماینونه امریکا ورکوي، د هغوی ځانګړنه دا ده چې یوازې د څو اوونیو لپاره کار کوي، خو د روسيې ماینونه تر هاغه خپل خطر ژوندی ساتي چې تر څو ترې بتۍ یا پټاکۍ نه وي ایستل شوې او یا چوولی نه وي. د رپوټونو له مخې په تېرو دوه نیمو کلونو کې نږدې ۳۰۰ اوکراييني ملکي وګړي د ماین په چاودنو کې وژل شوي دي.

د سره صلیب په ګډون ډېری نړیوال بشردوستانه سازمانونه په جګړو کې د پرسونل ضد ماینونو د نه کارولو لپاره مبارزه او کمپاین کوي. د دوی استدالال دا دی چې دغه ماینونه "د مرګ ژوبلې اړونې او کړاو د اوږدمهاله میراث په توګه پاتې کېږي."

امریکا تر دې دمه اوکرايين ته د پرسونل ضد ماینونو په ورکولو کې زړه نا زړه وه خو د ټانک ضد ماینونه یې ورکول.

د اټاکمس غوندې وسلې تر ډېره له اوکراييني ځواکونو سره مرسته کوي چې د برید کولو پر ځای خپل دفاعي حالت پرې قوي وساتي.

د ای سي بي ایم توغندي برید په اړه څومره پوهېږو؟

په سیمه کې د بي‌بي‌سي خبریال پاول اېډمز وايي، د راپور شوي ICBM توغندي برید هدف د اوکرايين په ختیځ کې د 'دنیپرو' ښار و چې د چاودونو یوې لړۍ ولړزاوه. دا لړۍ د ځايي وخت له مخې سهار پنځو بجو نه وروسته پيل شوې او تر شاوخوا دریو ساعتونو روانه وه.

که دغه برید تائيد شي، نو دا به په دې جګړه کې لومړی ځل وي چې روسیه پکې یو بین البراعظمي یا د لویو وچو تر منځ وېشتل کېدونکی توغندی کاروي.

پوځي سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي، دغه توغندی چې تر ۶۰۰۰ کیلومترو پورې واټن ویشتلی او څو سرګلولې لېږدولی شي، 'کسپین' سمندرګي ته څېرمه له 'استراخان' سيمې توغول شوی دی.

روښانه نه ده چې څه یې په نښه کړل خو د ښار له مرکزه په لنډه فاصله کې په یوه لویه صنعتي سيمه کې د څلورو چاودنو غږونه اورېدل شوي وو.

روسیې تر دې دمه د راپور شوي دغه برید په اړه له څه ویلو ډډه کړې او د جزیاتو له ورکولو پرته یې اپوټه دا ادعا هم کړې چې د بریتانیا له لوري اوکرايين ته ورکړل شوي دوه 'سټروم شېډو' توغندي یې ویشتلي دي.

په امریکا کې زموږ د همکارې رسنۍ سي‌بي‌اېس نیوز د یوه امریکايي چارواکي له قوله چې نوم یې نه دی اخیستل شوی، ویلي چې هغه د کیېف ادعا ردوي او وايي چې په هغه شپه توغول شوی توغندی ICBM نه بلکې یو بالیسټیک میزایل و.

زېلينسکي وايي، پر هېواد یې له "نوي روسي توغندي" سره برید شوی او ګمان کوي چې ځانګړتیاوې يې د بین البراعظمي یا د لویو وچو تر منځ د وېشل کېدونکي بالیسټيک توغندي غوندې وې.

د ۲۰۲۴کال په اګست کې د جګړې په ډګر کې د روسیې له پرمختګ سره د اوکرايين په ختيځ کې له پوکروڅک سيمې خلک وایستل شول.

د نظرونو بدلېدل

People evacuate from Pokrovsk, eastern Ukraine,  as Russian forces advance, in August 2024

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، په دونیڅک سیمه کې د پوکروڅک اوسېدونکي وروسته له هغه له خپلو مېنو کډه کولو ته اړ شول چې روسیې په وروستیو میاشتو کې دغلته خپل بریدونه زیات کړل.

په داسې حال کې چې د جګړې په لومړۍ کرښه کې د اوکرايين لپاره وضعیت لا له وړاندې ستونزمن پاتې دی، په ټولنه کې یې د نظر بدلون تر سترګو کېږي. د اوکرایین خلک له جګړې ستړي شوي دي، ځکه چې له تېرو شاوخوا دریو کلونو راهیسې په پرله پسې ډول بمبارۍ پرې شوې، د برېښنا له پرچاوۍ سره مخامخ دي او د شپې یې خوب او ارام ورک دی. پر دې ټولو سربېره اوس د ژمي رارسېدو ته هم اندېښمن دي.

څېړنې ښيي چې له روسيې سره د سولې خبرو په اړه د خلکو تر منځ لېوالتیا په ډېرېدو ده، ان که دا اوکرايين ته د ځينو سيمو له لاسه ورکولو په بیه تمامېږي او یا که د اوږده مهال لپاره یو ناڅرګند حالت هم رامنځته کوي.

په تېره اکتوبر میاشت کې د 'رازومکوف' فکري مرکز لخوا ترسره شوې یوه نظرپوښتنه ښيي چې له هرو دریو اوکرايینیانو یې یو له روسيې سره د مذاکراتو پلوی دی. تېر کال دا شمېره په پنځو کې یو تن و.

په تېره اکتوبر میاشت کې د یوې بلې سروې له مخې، که څه هم د پخوا غوندې اوکرايينیان اوس ډېر ډاډه نه دي چې دا جګړه به وګټي، خو بیا هم ډېری یې پر دې باور دي چې روسيه به ماته خوري.

د "ټرمپ پلان" ته تمه

د امریکا په ټاکنو کې د ډونلډ ټرمپ له بریا وروسته د سیاسي چارو څارونکي د اوکرايين جګړې په اړه د هغه د سولې پلان د جزیاتو اورېدو ته په تمه دي.

تر ټاکنو وروسته د هغه لومړنۍ څرګندونې ډېرې څرګندې نه وې، لکه ویل یې، "موږ به له روسیې او اوکرايين سره ډېر کار وکړو. دا باید ودرول شي. روسیه او اوکرايين باید دا ودروي."

امریکايي رسنیو راپور ورکړی چې ټرمپ ادعا کړې چې له ولادیمیر پوتین سره یې ټیلیفوني اړیکه نیولې او د روسیې ولسمشر ته یې د جګړې د پراخېدو مخنيوي په اړه خبرداری ورکړی. خو کرېملين دا خبر رد کړی دی.

اوکراييني کارپوهان پر دې باور دي چې په داسې حال کې چې د ټرمپ پلان لا تر اوسه په بشپړه توګه نه دی جوړ شوی، ښايي د هغه ټیم لا دمخه د دې لپاره نظرونه وړاندې کړي وي.

د 'نیو یورپ' په نوم د اوکرایین د بهرنۍ تګلارې د یوه فکري بنسټ مشره الیونا هیتمانچوک وايي چې له دغو نظرونو یې ښايي ډېری هغه په یو نا یو ډول د جګړې د خوټېدونکو اوبو د کنګل کېدو په حق کې وي.

هغې په ډاګه کړه، لکه، "په جګړه کې د لومړۍ کرښې کنګل کول؛ په ناټو کې د غړیتوب د پوښتنې کنګل کول؛ لږ تر لږه د مالي مرستو کنګل کول."

د هغې په اند، دا څه د بایډن له ادارې سره نور ډېر توپير نه لري، بلکې فرق یې دا دی چې ډېموکراتانو فکر کاوه چې نه اوکرايين او نه هم باید امریکا دا مذاکرات پیل کړي، خو باید له اوکرايين سره د اوږدمهاله مالي مرستې ژمنه وکړي.

مګر د ډېموکراتانو برعکس ټرمپ د خبرو د رهبري کولو لپاره د یوه ځانګړي اوکراييني استازي د ټاکلو اراده څرګنده کړې ده چې کيېف ته یو مثبت امید ورکوي. ښاغلي ټرمپ د خپلې لومړنۍ دورې پر مهال هم د متحده ایالاتو تجربه‌کاره ډېپلومات کورت ولکر د همداسې یوه استازي په توګه درلود.

الیونا هیتمانچوک وايي، "زموږ داسې یو نفوذ لرونکی 'ښاغلی اوکراينی' په کار دی چې د ټرمپ غوږ ته همېشه نږدې وي."

Volodymyr Zelensky and Donald Trump walking side by side

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، زېلينسکي د سپتمبر په میاشت کې امریکا ته د "بریا نوي پلان" پرانیستې لپاره د سفر پر مهال له ښآغلي ټرمپ سره وکتل.

په داسې حال کې چې اوکرايين او روسیه د روانې جګړې په اړه د متحده ایالاتو د نوې ادارې لومړیو ګامونو ته په تمه دی، یو څه چې ډاډمن دي؛ هغه دا دي چې د سولې احتمالي خبرې به پېچلې او اوږدې وي.

دواړه هېوادونه او مشران یې زېلينسکي او پوتین د دې شخړې په هوارولو کې لویه ونډه لري. د دوی راتلونکي په اړه پرېکړه په دوی او د دوی تر منځ خبرو پورې اړه ولري چې څومره بریالي ترې راوځي.