د افغانستان خبریالانو مرکز: ښایي ښځینه خبریالانې له کاره منع شي؛ طالبان وایي "حقیقت نه لري"

fd

د عکس سرچینه، Getty Images

د خبریالانو مرکز په خپله وینا پاڼه کې وایي، دغه اندېښنې وروسته له هغې را پیدا شوې چې په افغانستان کې د طالبانو حکومت د امر بالمعروف، نهي عن المنکر وزارت سرپرست په کابل کې له یو شمېر خبریالانو سره په لیدنه د ځینو بدلونونو خبره کړې ده.

د وینا پاڼې له مخې محمد خالد حنفي، خبرداری ورکړی چې که د رسنیو ښځینه کارکوونکې د ټلویزیون په پرده او مرکو پر مهال خپل مخونه پټ نه کړي، ښایي د طالبانو مشر په رسنیو کې د ښځو په کار ټولیز بندیز ولګوي.

د خبریالانو مرکز په وینا پاڼه کې راغلي، چې ښاغلي حنفي یادې څرګندونې په هغه غوڼده کې کړې چې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر وزارت له خوا را بلل شوې وه او د ټولو رسنیو استازي ور بلل شوي وو.

وینا پاڼه زیاتوي چې د څو رسنیو مسئولانو یاد مرکز ته ویلي چې د وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق د انځورونو په ښودلو سره رسنیو ته سپارښتنه کړې چې ښځینه کارکوونکې یې څنګه باید په رسنیو کې را څرګندې شي.

د دوی په وینا:" د بېلګې په توګه چې کوم انځورونه وښودل شول، داسې پوښښ پکې وو چې د ښځینه کارکوونکو یوازې سترګې باید ښکاره شي."

بی

د عکس سرچینه، Getty Images

په یاده ناسته کې ښاغلي فاروق رسنیو ته دا هم ویلي چې له هغو افغان مېرمنو سره چې مخونه یې لوڅ وي مرکې ونه کړي.

د افغانستان خبریالانو مرکز اندېښنه څرګندوي چې د رسنیو ښځینه کارکوونکې چې له وړاندې له ډېرو محدودیتونو سره مخ دي، ښایي دا ځل له کار کولو په ټولیز ډول منعه شي.

خو د طالبانو په حکومت کې د امر بالمعروف، نهي عن المنکر وزارت ویاند مولوي عبدالغفار فاروق بي بي سي پښتو ته وویل چې په یاده ناسته کې داسې کوم خبرداری نه دی ورکړل شوی.

ښاغلی فاروق وایي:" د امربالمعروف نهی عن المنکراو شکایتونو اوریدلو وزارت سرپرست وزیر داسې خبرې نه دي کړې."

د طالبانو حکومت له بیا واکمنېدو سره سم په رسنیو کې پر ښځینه کار کوونکو د ماسک تړل له اوله جبري شوي دي.

دا نوې اندېښنې داسې مهال دي چې له وړاندې د افغان رسنیو په ښځینه کارکوونکو محدودیتونه، د رسنیو مالي ستونزې او ځينې نورو لاملونو له امله لویه برخه ښځینه کارکوونکو خپلې دندې له لاسه ورکړې دي.