قطر کې د افغان طالبانو د دفتر پلاوی پاکستان ته رسېدلى دی

    • Author, خدای نور ناصر
    • دنده, بي بي سي اسلام اباد

په پاکستان کې ځينو دېپلوماتيکه سرچينو بي بي سي ته ويلي دي چې په قطر کې د افغانستان د طالبانو د دفتر یو پلاوی له افغان حکومت سره " مخامخ خبرو" په غرض نن دوشنبه پاکستان ته رسېدلى دى.

که څه هم په دې اړه تفصيل نه دى معلوم چې دا احتمالي خبرې به کله کېږې، خو دا پلاوى په داسې وخت کې د پاکستان کراچۍ ته ځي چې د رپوټونو له مخې په کابل کې د تېري سې شنبې تر خونړي برید وروسته پر طالبانو" فشارزيات" شوى چې خبرو ته کښيني.

د طالبانو د قطر دفتر دې پلاوي کې دوه غړي شامل دي.

د عکس سرچینه، .

د عکس تشریح، د طالبانو د قطر دفتر دې پلاوي کې دوه غړي شامل دي.

که څه هم د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وايي، په دې اړه هيڅ مالومات نه لري، خو په اسلام اباد کې د افغانستان سفارت بیا نه داخبر رد او نه يې تاييد کړ.

ځيني سفارتي سرچينو په دې شرط چې نوم به يې نه ښودل کېږي بي بي سي ته ومنله چې دا پلاوى نن کراچۍد ته رسېدلى دى

په دغه پلاوي کې دطالبانو د قطر دفتر دوه غړي ملا جان محمد او مولوي شهاب دین دلارو شامل دي.

مولوي دلاور په کابل کې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال پېښور کې د افغانستان کونسل و.

که څه هم طالبانو په رسمي ډول ددې پلاوي تگ په اړه غبرگون نه دى ښودلى خو سرچينې وايي"کېدی شي د طالبانو ځيني نور غړي له پاکستان څخه په خبرو کې ورسره ملګري شي".

د افغانستان د سولې د بهير په اړه د څلور هېوادو غونډو تر دې دمه د خبرو د پيلولو په برخه کې کومه نتيجه نه ده ورکړې.

د عکس سرچینه، AP

د عکس تشریح، د افغانستان د سولې د بهير په اړه د څلور هېوادو غونډو تر دې دمه د خبرو د پيلولو په برخه کې کومه نتيجه نه ده ورکړې.

دا سرچينې دا هم وايي " ټاکل شوې خبرې به په روانه اونۍ کې پېليږي" خو تراوسه پورې په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ويل شوي.

د افغانستان د سولې بهير راژوندي کولو په اړه د فرورۍ مياشت کې څلور اړخيزه خبرو کې موافقه شوې وه چې د تېر مارچ تر پايه به " دافغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې کېږي" خو د طالبانو د مخالفت له امله دا خبرې ونه شوې.

تېره اونۍ د کابل له خونړي بريد وروسته " د خبرو په تړاو په طالبانو فشار زيات شوى دى".

د عکس سرچینه، epa

د عکس تشریح، تېره اونۍ د کابل له خونړي بريد وروسته " د خبرو په تړاو په طالبانو فشار زيات شوى دى".