پکتیا کې تر شپږم پورته د نجونو ښوونځي‌ بېرته تړل شوي؛ ګردېز کې لسګونو نجونو لاریون کړی

نجونې
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي بي سي

په افغانستان کې ځينې ځايي رسنۍ وايي، په پکتیا ولایت کې تر شپږم پورته د نجونو هغه ښوونځي بېرته تړل شوي دي چې څه موده مخکې پرانیستل شوي وو.

پر خواله رسنیو‌ داسې ویډيوګانې هم لاس په لاس کېږي چې پکې ښکاري لسګونه مکتبي نجونو د دې پرېکړې پر ضد اعتراض کړی او د ګردېز پر سړکونو لاریون کوي. دوی غوښتنه کوله چې ښوونځي دې یې پر مخ بېرته پرانیستل شي.

د یادولو ده چې د نجونو دغه ښوونځي څه موده مخکې د پکتیا مرکز ګردېز او لرې پرتې څمکنیو ولسوالۍ کې بېرته پرانیستل شوي وو خو خبره یې تېره اوونۍ رسنیزه شوه.

خو اوس له دغو سیمو بي بي سي ته ځينو ځايي خلکو ویلي چې د دوی نجونې نن (شنبه)‌ بېرته له ښوونځيو کورونو ته ګرځول شوې او پر مخ یې ټولګي یو ځل بیا تړل شوي دي.

د ګردېز یو اوسېدونکی، چې دلته یې د خوندیتوب په موخه نوم نه یادوو، بي بي سي ته وویل، "نن ښوونځي بیرته د نجونو پر مخ تړلي وو. نجونو په ګردېز ښار کې لاریون هم کړی و."

څمکنیو ولسوالۍ کې هم ورته کیسه ده

له څمکنیو ولسوالۍ بیا یوه ځايي ښوونکي بي بي سي ته وویل چې نن د طالبانو یو شمېر امنیتي کسان د سمین اکبري لیسې په مخکې ولاړ وو او تر شپږم ټولګي پورته نجونو ته یې لیسې ته د ننوتلو اجازه نه ورکوله.

د ده په خبره، "د طالبانو یو سرګروپ و، د لیسې په مخکې ولاړ و، په لوړ غږ یې ویل چې سبا یکشنبه ده او موږ ښوونځي تړو."

ګردېز

دغه ښوونکي همدا راز وویل چې ګڼې نجونې د لیسې په مخ کې د مظاهرې په تکل سره راټولې شوې خو طالبانو هوايي ډزې پرې وکړې او دوی یې سره تیت او پرک کړې چې دې کیسې ځايي خلک "ناهیلي" او "قهرولي" دي.

بي بي سي هڅه وکړه چې په پکتیا کې د طالبانو حکومت ځايي مسولانو نه په دې اړه مالومات تر لاسه کړي. خو دوی د بي بي سي پوښتنې ته کوم ښکاره ځواب ورنکړ.

پکتیا کې د طالبانو ولایتي چارواکو تېره اوونۍ په دې اړه بي بي سي او نورو رسنیو ته په پکتیا کې تر شپږم ټولګي پورته د نجونو د پنځو ښوونځيو د بیا پرانیستې خبره شریکه کړه.

دوی ویلي وو چې د دغو ښوونځيو د خلاصېدو په اړه پوهنې وزارت نه کوم امر کړی او نه یې هم مخالفت کړی خو په خبره یې، د ځینو ځايي خلکو او د ښوونځيو مدیرانو په غوښتنه دغه ښوونځي د نجونو پر مخ بیرته پرانیستل شوي دي.

وروسته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په یوه خبري کنفرانس کې وویل چې حکومت څېړنې کوي چې په پکتیا کې دغه ښوونځي ولې پرانیستل شوي‌ دي.

تر دې وروسته داسې رپوټونه هم وو چې د دغو ښوونځيو مدیران د پوښتنو ګروېږنو لپاره طالب چارواکو ورغوښتي دي.

نن یوې سرچینې بي بي سي ته هم وویل، د ښوونځيو هغه مدیران د طالبانو استخباراتو ریاست بندیان کړي چې دغه ښوونځي یې پرانیستي وو.

د یادولو ده چې تر پکتیا مخکې د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې هم تر شپږم ټولګي پورته د نجونو ښوونځي پرانیستل شوي خو په افغانستان کې د طالبانو حکومت یې د پرانستنې په اړه رسمي دريځ نه دی څرګند کړی.

له هغه راهسې چې د طالبانو حکومت تر شپږم ټولګي ‌پورته د نجونو ښوونځيو د بندېدو امر وکړ په هېواد کې د ننه او بهر له سختو نیوکو سره مخامخ شو.‌ یو شمېر خلکو دا کار د هېواد د پرمختګ پر وړاندې یو مهم خنډ بللی دی.

په پکتیا کې د نجونو پر مخ د ښوونځيو بیا پرانیستنې داسې هیلې ټوکولې وې چې ښايي دا لړۍ به وغوړېږي او په نورو ولایتونو کې به هم ښوونځي خلاص کړل شي خو ښکاري چې دا هیلې لږ تر لږه د اوس لپاره نیمه خوا پاتې دي.