تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
یوناما: بلخاب کې د 'بشر حقونو سرغړونو' رپوټونو اندېښمن کړي یو
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) دفتر وايي، د افغانستان شمالي سرپُل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د وروستیو نښتو له کبله د ولسي وګړو د زیانمنېدو، بېځایه کېدو او د بشر حقونو د جدي سرغړونو او د ملکیتونو د زیانمنېدو اړوندو رپوټونو په اړه اندېښنه لري.
یوناما دا غبرګون داسې مهال ښودلی، چې دوه ورځې وړاندې کابل کې د طالبانو یوه ویاند د ملګرو ملتونو د یوه چارواکي هغه خبرې رد کړې وې چې وايي د سرپُل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو لخوا د خپلسرو وژنو رپوټونه شته.
په ورته وخت کې د تېرې دوشنبې په ورځ د افغانستان بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړی رپورټر ریچارډ بېنېټ د ټوېټر په یوه پیغام کې لیکلي وو، "په بلخاب ولسوالۍ کې د خپلسرو وژنو، د ولسي خلکو د بې ځایه کېدو، د کورونو وېجاړولو او د نورو بشري سرغړونو خواشینونکي رپوټونه شته".
ښاغلی بېنېت زیاتوي" له بده مرغه مالوماتو ته د نه لاسرسي، د انټرنېټ د نشتوالي، د بشري حقونو څارونکو او رسنیو ته د اجازې نه ورکولو له امله د دغو رپوټونو د پخلي مخه نېول شوې".
خو د طالبانو مرکزي ویاند ذبیح الله مجاهد دوشنبه مازدیګر بي بي سي ته وویل، دا رپوټونه د ناسمو مالوماتو پر اساس خپاره شوي او 'د یو شمېر مغرضو کړیو تبلیغات دي '.
ښاغلی مجاهد وایي، بلخاب کې یو شمېر کړیو د 'بغاوت ' هڅه کوله، خو په وینا یې اوس هلته بشپړ امنیت دی او د ولسوالۍ ټولې برخې د طالبانو په واک کې دي.
نوموړي هغه رپوټونه هم رد کړل چې ګواکې سیمه کې دې جګړه شوې وي، او زیاتوي چې د طالبانو د ځواکونو په رسېدو سره مخالفین له جګړې پرته له سیمې تښتېدلي.
د جګړې ضد و نقیض رپوټونه
که څه هم د طالبانو مرکزي ویاند بلخاب کې د جګړې رپوټونه ردوي، خو د طالبانو د دفاع وزارت دوه ورځې وړاندې ویلي وو، یادې ولسوالۍ کې یې د 'بغاوتګرو' پر وړاندې عملیات پای ته رسېدلي، خو په لېرو پرتو سیمو کې لا هم عملیات روان دي.
دا لومړی ځل و چې طالبانو د بلخاب ولسوالۍ د عملیاتو په اړه خبرپاڼه خپره کړې وه. تر دې مخکې طالبانو نه منله چې بلخاب کې دې جګړه یا عملیات شوي وي.
د تېرې جمعې پر ورځ (جون ۲۴مه/چنګاښ ۳مه) داسې رپوټونه خپاره شول، چې له څو ورځو راهیسې د سرپل ولایت بلخاب ولسوالۍ کې د طالبانو او د یوه ځایي هزاره توکمه قومندان مولوي مهدي د پلویانو ترمنځ جګړه شوې.
د یادولو ده چې قومندان مهدي د طالبانو په لیکو کې یوازېنی هزاره توکمه قومندان و، خو له څه مودې راهیسې له دې ډلې جلا شوی.
پرون (یکشنبه) د افغانستان لپاره د ایران ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي، د افغانستان د بېلا بېلو قومونو له مشرانو غوښتنه کړې وه چې "بلخاب کې له جګړې ځانونه لېرې وساتي."
ښاغلی قمي ویلي و، په بلخاب کې په لوی لاس "مذهبي او قومي جنګ" ته لمن وهل کېږي او امریکا یې په "فتنه" تورنه کړې وه.