د تلویزیون پر ښځینه ویاندویانو مخ پټول؛ نارینه همکارانو یې هم خواخوږۍ لپاره ماسکونه تړلي‌

طلوع

د عکس سرچینه، Tolo

په افغانستان کې د طالبانو حکومت سر له ننه (یکشنبه) پر ټولو کورنیو تصویري رسنیو جبري کړې چې ټولې ښځینه ویاندویانې یا هغه ښځینه کارکوونکې یې چې د تلویزیون پر پرده راڅرګندېږي،‌ باید ماسکونه وتړي.

کابل کې ځینو نارینه خبریالانو د طالبانو دغه امر ته په غبرګون کې له ښځینه خبریالانو سره د خواخوږۍ په پار خپله ماسکونه تړلي دي.

طلوع نیوز داسې انځورونه خپاره کړي چې یوه غونډه کې لېدل کېږي نارینه کارکوونکو یې هم له ښځو سره یو ځای ماسکونه تړلي دي.

د طلوع نیوز مشر خپلواک ساپي بي بي سي پښتو ته وویل" دا یو مدني ملاتړی حرکت دی چې د خواخوږۍ په پار کېږي"

ښاغلی ساپي زیاتوي چې نارینه خبریالان به یې د ورځې په اوږدو کې د تلویزیون پر پرده د خپرونو د وړاندې کولو پرمهال د ښځینه خبریالانو په څیر ماسکونه تړي.

ښاغلی ساپی وايي د حجاب له پلې کېدو سره مخالفت نه لري خو وايي د طالبانو د فرمان په تعبیر کې ملاحظات لري چې له مخې یې پر سکرین ښځینه خبریالایانې مخ پټولو ته مجبورې کړل شوې دي.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته ویلي و چې دغه پرېکړه یې د "توصیې " بڼه لري خو په کابل کې ځینو خبریالانو بي بي سي ته وویل، پر سکرین د ښځینه خبریالانو دمخونو پټولو مسله "توصیه نه، بلکې امر" دی.

طلوع

د عکس سرچینه، Tolo

دغه خبریالان وايي، د طالبانو امر بالمعروف، اطلاعاتو کلتور او استخباراتو استازو ورته ویلي "که سر له ننه دغه پرېکړه پلې نه کړې، له بدو پایلو سره به مخ شي."

د طالبانو پر هغه بڼه حجاب چې ښځو ته یې د پلې کېدو امر کړی، ډېرې نېوکې کېږي او ځینې یې له اسلامي اصولو سره سم نه بولي.

د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي پرون (شنبه) له سي این این سره په مرکه کې ویلي و، تلویزیونونه باید د دوی د ښځینه ویاندویانو لخوا د خپرونو وړاندې کولو پر مهال د مخ پټولو پرېکړه ونه مني‌،‌ ځکه د نوموړي په ټکو دا ډول حجاب د افغانستان د فرهنګ برخه نه ده.

ښاغلی کرزی له طالبانو غواړي چې پر خپلې دې پرېکړې بیا کتنه وکړي،‌ ځکه د نوموړي په خبره افغانستان او د دغه هېواد حیثیت ته زیان رسوي.