د طالبانو جګپوړی پلاوی د ایران په 'رسمي بلنه' تهران ته رسېدلی

د طالبانو د بهرنيو چارو چارسمبالی وزير ملا امير خان متقي د اقتصاد وزارت له سرپرست قاري دین محمد حنيف او د سوداګرۍ او صنايعو له چارسمبالي وزير نورالدين عزيزي سره په رسمي سفر ايران ته تللي دي.

د طالبانو د بهرنيو چارو وزارت وياند عبدالقهار بلخي پر خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې دغه پلاوی به له ايراني چارواکو سره پر سياسي، اقتصادي، سوداګريزو او د کډوالو پر مسلو خبرې وکړي.

دا د طالبانو له واکمنېدو راهيسې ايران ته د طالبانو د يوه لوړ پوړي چارواکي لومړی سفر دی خو د افغانستان لپاره د ايران ځانګړي استازي د تېر کال نومبر مياشت کې کابل ته سفر کړی و او هلته يې له لوړ پوړو طالب چارواکو سره کتلي وو.

ايران په تېرو څو مياشتو کې څو ځله افغانستان کې د ټولشموله حکومت غوښتنه کړې، د دغه هېواد د بهرنيو چارو وزارت وياند سعيد خطيب زاده وړاندې ويلي وو، طالبان باید پر داسې لور اقدامات وکړي چې د خلکو د غوښتنې پر بنسټ د نړیوالې ټولنې لخوا په رسمیت وپېژندل شي.

تهران ته د طالبانو د پلاوي سفر په داسې حال کې کېږي چې د تېر کال ډسمبر په لومړيو کې په نيمروز کې د طالبانو او ايراني پوله ساتو تر منځ نښتې وشوې. دواړه لوريو ويلي وو چې پېښه د ناسم پوهاوي له امله رامنځ ته شوې ده خو د ايران بهرنيو چارو وزارت د داسې پېښو د مخنيوي پر اړتيا ټينګار کړی و.

د طالبانو د تېرې واکمنۍ پر مهال د ايران او طالبانو تر منځ اړيکې ترينګلې وې. خو په افغانستان کې د امريکا پوځي حضور او په سيمه کې د داعش ګواښ دواړه لوري سره نژدې کړي دي.

طالب مشرانو له واک ته رسېدو وړاندې څو ځله ايران ته سفر کړی او هلته يې لوړ پوړ ايراني چارواک سره کتلي وو.

د تېر کال په جنورۍ مياشت کې د طالبانو د سياسي مرستيال ملا عبدالغني برادر په مشرۍ يوه پلاوي د ايران د هغه وخت د بهرنيو چارو له وزير محمد جواد ظريف سره په تهران کې کتلي وو.

په عيني حال کې د ترکمنستان د بهرنيو چارو مرستيال وزير نن (۸ ډسمبر)په کابل کې له طالب چارواکو سره کتلي دي.

د باختر خبري اژانس د خبر له مخې د رئيس الوزرا مرستيال عبدالسلام حنفي له وفا حاجيوف سره د افغانستان، ترکمنستان تر منځ د اړيکو او همکاريو د پراختيا، د سيمه يزو پرمختيايي پروژو په ځانګړې توګه د ټاپي پروژې د عملي کولو په اړه خبرې کړې دي.