طالبان وايي افغانستان کې هېچا ته د ناقانونه کان کيندنې اجازه نه ورکوي

د عکس سرچینه، RTA
د طالبانو د کانونو او پټرولیم چارسمبالی وزیر شهاب الدین دلاور وايي، داسې راپورونه لري، چې د افغانستان یو شمېر کانونه د شپې له خوا په نا قانونه ډول کېندل کېږي.
شهاب الدین دلاور وايي، په ناقانونه توګه د کانونو رایستنه ملي خیانت دی او له سرغړونکو سره به یې سخت قانوني چلن کېږي.
د سروې ګانو له مخې، افغانستان څلور زره واړه کانونه لري، چې مالي ارزښت یې تر څلور زره میلیارد ډالرو ډېر اټکل شوی دی.
د طالبانو حکومت هڅه کوي چې د افغانستان د کانونو په را ایستلو سره خپل کورني عواید زیات کړي تر څو په مشروطو بهرنیو مرستو خپله تکيه کمه کړي.
د افغانستان د کانونو پروژې له کلونو راهیسې له ترانسپورتي او امنیتي ننګونو سره مخ دي. په ځینو سیمو کې، چې کانونه پراته دي، د داعش د خراسان څانګه له طالبانو سره جګړه کوي.
تېر کال د افغانستان پخواني حکومت له خصوصي سکټور سره د کانونو د استخراج ۴۳ تړونونه لاسلیک کړي وو، چې له قانوني ستونزو سره مخ و.
د صنايعو او کانونو خونې اجرايوي رييس رحيم الله سمندر وايي، په تېرو وختونو کې د کانونو په قاچاق کې سيمه ييز زورواکي، با نفوذه کسان او د ولسي جرګې یو شمېر غړي ښکېل وو.
د پخواني حکومت د کانونو وزارت هم اعلان کړی و، چې په هېواد کې تر ۱۰۰ ډېر کانونه استخراج ته چمتو شوي او خصوصي سکتور ته یې سپارلي دي .
تر دې مخکې فایننشل ټایمز د چینايي او طالبانو د چارواکو له خولې ویلي وو، چې د چین د کانونو شرکتونه په افغانستان کې د دې فرصت په لټه کې دي، چې د دغه هېواد د لیتیم او مسو زیرمو ته لاسرسی پیدا کړي.
ورځپاڼې د طالبانو د یوه جګپوړي چارواکي او د چین د صنعتي ټولنې د یوه استازي له قوله لیکلي وو، چې په دې وروستیو کې د کانونو د صنعت د استازو یوې ډلې افغانستان ته سفر کړی و .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، لږ تر لږه د چين د خصوصي سکټور يوې ډلې په ختيځ کې ننګرهار او لغمان ولايتونو ته هم سفر کړى، ترڅو نورو کانونو ته د لاسرسي په اړه څېړنې وکړي.
د چین د صنایعو ټولنه وايي، لسګونه چینایي شرکتونه د لیتیم په ګډون د افغانستان د زیرمو د را ایستنې لپاره لارې چارې لټوي.












