متقي: پاکستاني طالبانو سره لا وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو د مذاکراتو پیل ښه و

د افغان طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزير امیر خان متقي منلې ده چې دې ډلې د پاکستان د حکومت او د پاکستاني طالبانو ترمنځ مذاکراتو لپاره منځګړیتوب کړی دی.

دا لومړی ځل دی چې د افغان طالبانو په لیکو کې یو جګپوړی چارواکو دې مذاکراتو کې د خپلې ښکېلتیا پخلی کوي.

ښاغلي متقي له بي بي‌سي سره ځانګړې مرکه کې ویلي، لا د دواړو خواو ترمنځ کومه وروستۍ هوکړه نه ده شوې، خو د مذاکراتو پیل ښه و.

د پاکستان حکومت څو ورځې وړاندې اعلان کړی و چې له پاکستاني طالبانو سره یې مذاکرات پیل کړي دي او افغان طالبان پکې منځګړیتوب کوي.

اوس د افغان طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر ویلي، د دواړو خواو، یعنی د پاکستان حکومت او پاکستاني طالبانو په غوښتنه یې منځګړیتوب ته غاړه ایښې ده.

ښاغلي‌متقي د دې مذاکراتو د پیلېدو هرکلی کړی او هیله یې ښودلې چې راتلونکو پړاوونو کې به کومه ستونزه نه رامنځته کېږي.

یاده دې وي چې د امیر خان متقي په مشرۍ د افغان طالبانو یو جګپوړی پلاوی اسلام اباد ته په رسمي سفر تللی و.‌

په دې درې ورځني سفر کې د افغان طالبانو د پلاوي د لومړي وزیر عمران خان په ګډون د پاکستان جګپوړو چارواکو سره وکتل.‌

پلاوي همدا راز په اسلام اباد کې د ټرویکا-پلس هېوادونو له استازو سره هم ناسته درلوده، خو د دې هېوادونو خپلمنځي غونډه کې موجود نه و.‌

اسلام اباد کې د ټرویکا-پلس له غونډې وروسته د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي ویلي وو،‌ راتلونکي کې دې د افغانستان د ګاونډیو هېوادونو په ناستو کې افغان طالبانو ته هم بلنه ورکړل شي.

امیر خان متقي هم بي بي سي سره مرکه کې ویلي، دوی د هند په ګډون له ټولو هېوادونو سره ښې اړیکې پالي او نه غواړي چې افغانستان دې له هېڅ کوم هېواد سره لانجه ولري.