له نړیوالو ادارو د طالبانو غوښتنه: د افغانستان کنګل شوې شتمنۍ را وسپارئ

طالبانو حکومت له نړیوالو مالي ادارو غواړي چې دې ادارو کې د افغانستان کنګل شوې میلیاردونه ډالر دوی ته وسپاري.

د طالبانو حکومت کې د مالیې وزارت چاراکو رویټرز خبري اژانس ته ویلي، کنګل شوې پیسې د افغانستان شتمني ده، چې باید بېرته افغانستان ته وسپارل شي.

د رویټرز رپوټ کې د مالیې وزارت ویاند احمد ولي حقمل له قوله ویل شوي:

''د دې پیسو کنګل کول غیر اخلاقي چاره ده، له نړیوالو قوانینو سرغړوونه ده، موږ ته باید زموږ خپلې پیسې راکړل شي. ''

د رویټرز رپوټ کې دغه راز ویل شوي، د مرکزي بانک یوه لوړ پوړي چارواکي د جرمني په ګډون له اروپايي هېوادونو غوښتي چې خپله برخه پیسې افغانستان ته ورکړي چې دغه هېواد له اقتصادي سقوطه وژغورل شي، چې له کبله به یې اروپا ته د کډوالو تګ زیات شي.

د یادونې ده، چې د طالبانو له واک ته رسېدو وروسته، د نړیوال بانک او پیسو وجهي صندوق (ای ایم ایف) په ګډون یو شمېر نړیوالو مالي ادارو بهر کې د افغانستان میلیاردونه ډالر کنګل کړل، افغانستان ته یې مالي مرستې وځنډولې او نژدې دوې نیمې میاشتې کېږي په افغانستان کې د بشري ناورین په اړه د خلکو اندېښنې په ډېرېدو دي.

طالبان پرله پسې غوښتنه کوي چې د نږدې ۱۰ میلیاردو ډالرو کنګل شوې زېرمې دې ور پرېښودل شي چې ډېری یې په امریکا کې ساتل کېږي.

د یادونې ده چې تېره اونۍ امریکايي چارواکو طالبانو ته د افغانستان میلیاردونو ډالرو پولي زېرمې له ور سپارلو بیا انکار کړی.

د امریکا د مالیې وزارت یوه مرستیال وویل چې پر طالبانو د بندیزونو روان ساتل اړین دي خو په وینا یې افغانانو ته باید د بشري مرستو د رسولو لپاره قانوني لارې ولټول شي.

بل لور د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوتېرش د پیسو له نړیوال صندوق چارواکو غوښتي چې افغانستان ته د نغدو پیسو لېږدولو پر میکانیزم هوکړه وکړي.

دغې ادارې په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته د بېړنیو مرستو لړ کې د ۴۴۰ میلیونو ډالرو زېرمې ته د طالبانو لاسرسی بند کړی دی.

ملګري ملتونو مسوولین وايي، نه دي توانېدلي په افغانستان کې له لوږې د میلیونونو کسانو ژغورنې او د پاڼ پر ژۍ د ولاړ اقتصاد ژغورلو لپاره کافي نغدې پیسې ترلاسه کړي.

د رویټرز خبري اژانس په رپوټ کې د ملګرو ملتونو یوه چارواکي له قوله چې نه غواړي نوم یې یاد شي، په بهر کې د افغانستان کنګل شویو پیسو ته په اشارې سره ویل شوي، ''سملاسي حل ته اړتیا ده. ''

په رپوټ کې راغلي ملګري ملتونه دغه راز هڅه کوي، افغانستان ته د نغدو امریکايي ډالرو لېږدولو لارې چارې ومومي.

له دې مخکې وړمه ورځ له افغانستان سره د مالي مرستو په هکله د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن وویل، هېواد به یې له افغانانو سره خپلو بشري مرستو ته دوام ورکوي، خو د مرستو په نامه طالبانو ته 'سپین چېک' نشي ورکولی.