یونیسف: طالبانو پنځو ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړې اجازه ورکړې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق يا يونيسف وايي، طالبانو د افغانستان په پنځو ولايتونو کې چې ډېری يې د افغانستان شمال کې دي، نجونو ته له شپږم ټولګي پورته د زدکړې اجازه ورکړې ده.
د فرانسې خبري اژانس د راپور له مخې د يونيسف اجراييوي مرستيال عمر عبدي چې تېره اوونۍ کابل ته سفر کړی و د ملګرو ملتونو په ودانۍ کې خبريالانو ته ويلي، چې طالبانو د افغانستان له ۳۴ ولايتونو څخه په پنځو کې چې په هغو کې بلخ، جوزجان، سمنګان، کندوز او اروزګان شامل دي نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړې چې ليسې ته ولاړې شې.
په افغانستان کې د نجونو پر تعلیم بنديز نړيوال غبرګونونه راپارولي او د طالبانو د رسيمت پېژندو پر وړاندې هم خنډ ګرځېدلي دي.
ښاغلی عبدي وايي، د طالبانو د پوهنې وزير ورته ويلي چې دوی په يوه "پلان کار کوي" چې له مخې به يې ټولې نجونې له شپږم ټولګي وروسته هم خپلو زدکړو ته دوام ورکړي چې دا پلان به له يوې تر دوو مياشتو پورې خپور شي.
طالبانو د يونيسف د مرستيال تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو مخکې يې ويلي وو چې "د اسلامي اصولو له مخې له شپږم ټولګې پورته د نجونو د زدکړو لپاره په لارښود کار کوي".
افغانستان کې د ښوونځو له بيا پرانیستل کېدو نژدې يوه مياشت کېږي خو طالبانو په ډېری ولايتونو کې له شپږم ټولګي پورته نجونو ته د زدکړو اجازه نه ده ورکړې.
په دې وروستيو کې د بښنې نړيوال سازمان هم پر طالبانو غږ وکړ چې سملاسي نجونو ته اجازه وکړي چې خپلو زدکړو ته دوام ورکړي.
په افغانستان کې د نجونو د ښوونځيو د بيا پرانيستل کېدو لپاره پر ټولنيزو رسنيو "افغان نجونو ته د زدکړو اجازه ورکړی" هشتګ هم کارول کېږي.










