تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
عمران خان: نړیواله ټولنه باید د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وايي، که نړیواله ټولنه د طالبانو د حکومت ملاتړ وکړي او خبرې ورسره وکړي، دا به د ټولو لپاره د بریا مانا ولري.
د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډې ته انلاین وینا کې د افغانستان پر موضوع د خبرو پر مهال د پاکستان لومړي وزیر وویل، د مخکې تلو لپاره یوازینۍ لار دا ده چې ''موږ د افغانستان د خلکو په خاطر د اوسنی حکومت ملاتړ وکړو او پیاوړی یې کړو. ''
ښاغلی خان وايي، طالبانو ژمنه کړې وه، چې بشري حقونو ته به درناوی کوي، یو ټولشموله حکومت به رامنځته کوي، ترهګرو ته به اجازه نه ورکوي چې د دوی خاوره وکاروي، او عمومي بخښنه یې اعلان کړې، '' اوس که نړیواله ټولنه د دوی ملاتړ کوي، هڅوي یې او له دوی سره خبرې کوی، دا به د هر چا لپاره د بریا په مانا وي. ''
عمران خان وايي، په دوحا کې د امریکا او طالبانو تر منځ د خبرو پر مهال هم همدا څلور شرطونه داسې وو چې ټول مذاکرات پرې راڅرخېدل او په خبره یې ''که نړیواله ټولنه په دې لړ کې د پرمختګ په تړاو د طالبانو ملاتړ کوي، نو په افغانستان کې د متحدینو د تېرو ۲۰ کلونو شتون به بې ګټې نه تمامېږي. ''
پاکستاني لومړي وزیر ګیله وکړه، چې له افغانانو وروسته په افغانستان کې د جګړې له کبله دویم تر ټولو ډېر زیانمن شوی هېواد پاکستان دی، خو په وینا یې د پاکستان مرستو ستاینې پر ځای نړیواله ټولنه د افغانستان پېښو په هکله پر پاکستان تورونه پورې کوي.
ښاغلي خان خبرداری ورکړ، چې که نړیواله ټولنه افغانستان 'هیر ' کړي، بشري ناورین به رامنځته شي چې پر ګاونډیو هېوادونو به یې هم اغېز وشي او ''یو بې ثباته افغانستان به د نړیوالو ترهګرو لپاره په خوندي پټنځای بدل شي. ''
لومړي وزیر عمران خان تېره اونۍ ویلي و، طالبانو سره یې افغانستان کې د یو ټولشموله حکومت پر جوړولو خبرې پیل کړې دي.
عمران تېره شنبه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي و، دا خبرې اترې یې دوشنبه کې د افغانستان او ګاونډیو هېوادونو له مشرانو سره تر کتنو وروسته پیل کړې دي.
د پاکستان لومړی وزیر ویلي، دا ټولشموله حکومت به له څلوېښت کلنې جګړې وروسته افغانستان کې د سولې او ثبات ضمانت شي.
د یادونې ده، چې له دې مخکې عمران خان له بي بي سي سره په یوه ځانګړې مرکه کې تایید کړه چې هېواد به یې د افغانستان له دریو نورو ګاونډیو هېوادونو، ایران، تاجکستان او ازبکستان سره په شریکه د طالبانو حکومت منلو یا نه منلو پرېکړه کوي.
ښاغلي خان په اسلام اباد کې د بي بي سي خبریال جان سپمسن ته یوه مرکه کې وویل، د اپرېکړه به د بشري حقونو په تړاو د دوی ژمنو ته په کتو او پر دې بنسټ کېږي چې د افغانستان خاوره به د ترهګرۍ لپاره نه کارول کېږي او طالبان به یو ټولشموله حکومت رامنخته کوي.