ملګري ملتونه: طالبان زموږ مرستې ته اړتیا لري، خو باید ځینې شرطونه ومني

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتیریش ویلي، د افغانستان خلکو سره بشري مرستې کولی شي چې له طالبانو سره د خبرو اترو لپاره یوه کړکۍ پرانیزي.
ښاغلي ګوتیریش بي بيسي سره یوه ځانګړې مرکه کې ویلي، طالبان دا مهال د ملګرو ملتونو مرستې ته اړتیا لري، خو باید داسې فضا رامنځته کړي چې ملګري ملتونه خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
نوموړي وویل، افغانستان کې د ملګرو ملتونو د فعالیت لپاره یو شرط دا دی چې هر وګړی باید له خپلو حقونو برخمن وي، په دې معنا چې نجونې باید زدکړې وکړای شي او ښځې اجازه ولري چې کار وکړي.
د ملګرو ملتونو سرمنشي وویل: "ملیونونه وګړي بېځایه شوي او ګاونډیو هېوادونو ته کډوال شوي. له کلونو راهیسې جګړه روانه ده. افغانان دومره کړېدلي چې تصور یې هم نشي کېدلی. موږ غواړو افغانستان کې پاتې شو او فعالیت وکړو. خو طالبان هم باید داسې شرایط برابر کړي چې موږ وکړای شو خپل فعالیت ته دوام ورکړو".
ښاغلی ګوتیریش وایي، طالبانو باید پوه شي چې بشري مرستې اړینې دي. دوی باید پوه شي چې نړیواله ټولنه به دې مرستو ته لا ډېره لېوالتیا وښیي، خو په دې شرط چې دوی هم ځینې اصول ومني.
د مرستو په اړه د طالبانو دریځ

بله خوا افغان طالبان وایي، د نړیوالې ټولنې د بشري مرستو هرکلی کوي، خو په بدل کې یې هېڅ ډول شرطونه نه مني.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد څو ورځې مخکې کابل کې خبریالانو ته وویل، که کوم هېواد فکر کوي چې د مرستو بدل کې به د افغانستان کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي نو دا فکر ناسم دی.
دې ډلې په تېر کې ویلي، د فساد او ګډوډۍ مخنیوي لپاره اړینه ده چې نړیواله ټولنې افغانستان سره خپلې مرستې د طالبانو له لارې وکړي.
اوس د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي، د طالبانو مشرتابه سره د باور فضا رامنځته کول مهمه چاره ده، خو حقیقت دا دی چې افغانستان کې وضعیت لا هم ناڅرګند دی او د راتلونکي په اړه اټکل نشي کېدلی.
یاده دې وي چې طالبانو د تېرې اګست میاشتې پر پځلسمه نېټه پر افغان پلازمېنه کابل ولکه وکړه.
دې ډلې د سه شنبې پر ورځ د ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ خپله نوې سرپرسته اداره او کابینه هم اعلان کړه.
خو پر دې کابینې وار د مخه له دې کبله نیوکې پیل شوې چې ګواکې ټولشموله نه ده او ښځو او لږکیو ته پکې ونډه نه ده ورکړل شوې.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت هم د طالبانو د نوې کابینې د ځینو غړو به اړه اندېښنه ښودلې ده.
خو طالبان بیا استدلال کوي چې اعلان شوې اداره سرپرسته ده او کابینه هم لا بشپړه شوې نه ده.









