تړلې لارې او جګړې؛ ''کونړ کې زرګونه کسان بې ځایه شوي دي''

کونړ

د عکس سرچینه، Social media

    • Author, ذبیح الله رحیمزی
    • دنده, ننګرهار

لږ ترلږه يوه مياشت اوړي چې د کونړ غازي آباد، ناړۍ او ختيځ نورستان کامديش او برګيمټال ولسوالیو ته تللې لار تړل شوې دي.

ځايي اوسېدونکی وايي، لارو تړل کېدو سره روغتیایي خدماتو ته لاسرسی نه لري او خوراکي توکي نه پيدا کېږي.

د کونړ په غازي اباد او په دې وروستيو کې په ناړۍ ولسوالۍ کې د جګړو له امله دې ولسوالۍ او د ختيځ نورستان کامديش او برګيمټال ته رسيدلې عمومي لارې تړل کېدو سره خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې او له مرکز اسد اباده د خوراکي توکو نه رسېدو له امله ځایي اوسېدونکي د ژوند سختې ورځې لري.

۲۵ کلن شريف الله همدا تېره اونۍ د غازي اباد له نيشه ګام سیمې مرکز اسد اباد ته يوازې د کورنۍ غړي ژوند راويستلي وايي، هلته پرې د څښلو اوبه بندې، بازارونه تړلي او خوراک لپاره یې څه نه شو پيدا کولی:

''ډېر بد حالت راغی. لومړي سر کې لږ څه پيدا کېدل، بیې لوړې وې، بيا خو هيڅ نه پيدا کېدل، هټۍ له خوراکي توکو خالي شوې وې. ''

د بندو شويو لارو ترلاسه شوي انځورو کې ښکاري چې لارې ته له غره لویې لویې ډبرې راغوځول شوي چې خلک او موټرې ترې تېرېدلی راتېریدلی نه شي.

د کونړ د ولايتي شورا یو غړی ملک شېرزمين وايي، لارو بندېدو له امله لومړي ورځو کې خوراک توکي کم، اوس بېخي پيدا کېږي نه او خلک يوازې پر ځايي خوړو شپې ورځې تېروي.

په ورته مهال د کونړ د کډوالو اداره وايي، په تیره څه باندې يوه مياشت کې له غازي آباد، اسمار او ناړۍ ولسوالیو لږ تر لږه اوو زره کورنۍ بې ځايه شوي دي او دوی په دې بوخت دي چې دوی ټولو ته د اوسېدو ځای او لومړنۍ مرستې ور ورسوي.

دکونړ د کډوالو رييس عبدالراشد ساپي بي بي سي ته وويل، له غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ څه باندې اووه زره کورنۍ بې ځایه شوي چې پنځه زره يې په آسد اباد او نورو امن سيمو کې دي او دوه زره یې ننګرهار ته وتلي دي.

ده وويل، دوه زره کورنيو ته مرستې وررسيدلې او اوس یې لس ټيمونه سیمه کې کار کوي چې نورو ته هم لاسرسی وشي:

هغه زیاته کړه:

''دوه وېشت سوه کورنيو سره د درې میاشتو مرسته شوې. لومړني توکي په کې شامل دي. دوه وېشت سوه کسان مو په دريو ښوونځيو کې ځای په ځای کړي او خیريه بنسټونه درې وخته ډوډۍ وررسوي. ''

ډېرو بې ځايه شويو خلکو خپل خپلوانو، امن سيمو، کمرو غاړو او تر ونو لاندې په شنه اسمان او سره لمر ته اړولي دي.

کونړ
د عکس تشریح، ډېرو بې ځايه شويو خلکو خپل خپلوانو، امن سيمو، کمرو غاړو او تر ونو لاندې په شنه اسمان او سره لمر ته اړولي دي. ارشیف تصویر

کونړ کې ځايي چارواکي وايي، د لارو پرانيستلو پسې عملیات ګړندي کوي او له بېلا بېلو لارو هڅه کوي چې دا لار پرانیستل شي.

د کونړ والي اقبال سعيد بي بي سي ته وويل، لارو پرانيستني او ولسوالیو نيولو ته تازه دمي عملیات پېلوي او د ده په ټکو هلته به د محلي حکومتولۍ پېلېدو سره د خلکوستونزې کمې شي.

خو د څه باندې يوې مياشتې راهيسې حکومتي عملیات کوونکي ځواکونه له اسمار ولسوالۍ وړاندې نه دي تللي او تيره اونۍ د کونړ غازي اباد او ناړۍ ولسوالۍ مرکزونه هم له حکومت د طالبانو لاسته ولوېدل.

په ورته مهال د نورستان ولايتي شورا غړي وايي، په کونړ کې د جګړو د نورستان کامدېش او برګمټال او د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې جګړو د لوېديځ نورستان د درېيو ولسواليو نورګرام، دواب او منډول ته رسيدلې لارې تړل شوې او خلک له ګڼو ستونزو سره مخ دي.

يوازې مرکزي نورستان ته ورغلې لار پرانیستې ده خو له دې لارې ختيځ او لوېديځ نورستان ته د خوراک او نوروتوکو وړل اسانه نه دي؛ ځکه لار پلې او له ډېرو ستونزو ډکه ده.