تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
محب: افغان دولت سولې ته چمتو دی خو طالبان جګړې ته دوام ورکوي
د افغانستان د ملي امنیت شورا یو ځل بیا طالبان په دې تورن کړي چې په وینا یې د واک او پانګې تر لاسه کولو لپاره یې د جګړې اور تود ساتلی.
د دغه شورا سلاکار حمد الله محب د امنیتي بنسټونو په اونیزه ناسته کې وویل، افغان دولت سولې ته چمتو دی خو د ده په ټکو دا طالبان دي چې جګړې ته یې دوام ورکړی او د مذاکراتو میز یې پرېښي دی.
د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار حمد الله محب په دې خبرې ناسته کې په طالبانو غږ وکړ، چې د هوکړې وخت دی. هغه له طالبانو وغوښتل چې جګړه او د ملکي کسانو وژنه ودروي او بېرته مذاکراتو ته ور وګرځي.
ښاغلي محب وویل، د افغان دولت مذاکراتي ټیم غړي په دوحه کې د خبرو بیا پیل لپاره د طالب پلاوو د بیا ورتګ په تمه دي چې د ده په ټکو دا خپله سولې ته د افغان دولت ژمنتیا ښیي.
دغه لوړپوړي افغان چارواکي وویل، که طالبان له تاوتریخوالي لاس په سر نه شي نو دوی به له خپلو خلکو دفاع وکړي.
طالبانو د ملي امنيت شورا سلاکار حمدالله محب دې وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي، خو پخوا يې دا ډول تورونه رد کړي دي.
ښاغلي محب له مې میاشت وروسته له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو یا پاتې کېدو ته په اشارې وویل، اوس په هېواد کې ټول جګړیز عملیات افغان ځواکونه د رهبرۍ تر څنګ خپله تر سره کوي.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د شوې هوکړې له مخې باید بهرني ځواکونه تر مې میاشتې یعنې کابو دوه نیمې میاشتې وروسته له افغانستانه ووځي.
تېره ورځ د امریکا ولسمشر جو بایډن د مونیخ په امنيتي کنفرانس کې ویلي، په افغانستان کې د روانې شل کلنې جګړې د ختمولو لپاره د هغه دیپلوماتیک بهیر کلک ملاتړ کوي چې دا مهال پیل شوی دی.
په همدې حال کې د افغانستان د ملي امنیت رییس وايي، په تېره یوه اونۍ کې د افغان امنیتي ځواکونو له لوري سلګونه وسله وال طالبان وژل شوي دي. احمد ضیاء سراج وايي افغان امنیتي ځواکونه د جګړې تر څنګ د سولې لپاره هم چمتو دي.
خو له دې وړاندې طالبانو ویلي وو چې په ټول افغانستان کې یې تاوتریخوالی کم کړی دی، طالبانو ویلي د لویو ښارونو په مرکزونو او ولسوالیو یې بریدونه نه دي کړي، د ولایتونو د سقوط پلان نه لري او پسرلني عملیات یې هم نه دي اعلان کړي.
د افغانستان دغه لوړپوړي امنیتي چارواکي ټینګار کوي چې طالبانو په دغه هېواد کې کابو شلو تروریستي ډلو ته د فعالیت لار هواره کړی. خو طالبانو پخوا دغه ادعا رد کړې ده.
له دې وړاندې د امریکا دفاع وزیر د ناټو د دفاع وزیرانو په ناسته کې خپلو متحدینو ته ډاډ ورکړی چې که زموږ د بیا کتنې پایله هر څه وي، متحد ایالتونه به له افغانستانه په بېړه او بېنظمه وتلو ته غاړه کېنږدي او دا کار د دوی ځواکونه او د اتحاد حیثیت له خطر سره مخامخوي.
خو تر اوسه ناټو د مې میاشتې وروسته په افغانستان کې د پاتېدو یا تګ په تړاو وروستی او کره پرېکړه نه ده کړي، د ناټو عمومي مشر له دې وړاندې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل د دغه هېواد په شرایطو پورې تړلي بللي دي.